کور / تازه خبرونه / له ناڅرګند لوري توغندۍ د يوه کور 12 تنه ووژل

له ناڅرګند لوري توغندۍ د يوه کور 12 تنه ووژل

شمالي وزيرستان كښې د ناڅرګند لوري څخه توغول شوي توغندي په يوه كور ولګيده اوله امله يې لږ تر لږه 12 تنه ووژل شول د ځائى اوسيدونكو په وينا پيښه دسهار څلورو بجو په وخت رامنځته شوه توغندي  شمالي وزيرستان  تحصيل ميرعلي د خوشحالي په نوم كلي كښې دستار نومي كس پركور ولګيد او له امله يې 12 تنه مړه او دوه نور ژوبل شول په وژل شوو كښې ښځې  او ماشومان هم شامل دي  فرانسوي  خبري  اژانس ته استخباراتى شبكي  وئيلي   چي پدغه بريد كښې وسلوال وژل شويدي خو ځائى خلك دغه خبره رده وي او وائي  چي وژل شوي ټول ځائى اوسيدونكي دي چي پدغه كور كښې يې  شپه تروله ځائى چارواكو د پيښې  پخلۍ كړيدي  خو د مرګ ژوبلې  په هكله يي دڅه وئيلو څخه ډډه كړيده خو ځينو پدغه پيښه كښې د 12 كسانو د وژل كيدلو خبر تائيد كړيدي.