کور / z_buitenland_news -- 5 / مشرف:امريکاپه پاکستان کي عمليات نشي کولای

مشرف:امريکاپه پاکستان کي عمليات نشي کولای

 پرويز مشرف وئيلي  دي چي امريكا  هيڅكله په پاكستان كښې عمليات نشي كولې  پدغه لړ كښې ټول  خبرونه بې بنسټه  دي په لندن كښې د پاكستان رسنيو ته وويل  امريكا پدغه  خبره پوهيږي  چي  په قبا ئيلي  سيمو كښې عمليات يو ستونځمن كار دى د پاكستان  او امريكا مفادات سره يو شان دي امريكا به هيڅكله  داسي  حركت ونكړي  ولس مشر زياته كړي ده چى  زما د دورې  مقصد د پاكستان په هكله رامنځته شوو سوالونو ته ځواب ويل  وو پاكستان  د هر ډول  ستونځمنو حالاتو سره مقابله كولو بشپړه  توان لري  قبائيلي سيمو كښې حالات د افغان  جګړي  له امله خرا دي  خو اوس سيمه د حكومت تر واك لاندې  راغلې ده او بشپړه حكومتي  واكمني  بحاله كولو لپاره به  عمليات توته  دوام وركولې شي مونږ پر پوله باندې ځواكونه اچولي  دي ځكه وسلوالو اوس پاكستان ته مخه راكړيدي  اوځانمرګي بريدونه زيات شويدي.