کور / تازه خبرونه / “پريږدئ د مالاکنډ ډويژن ستونزي حل کړل شي”

“پريږدئ د مالاکنډ ډويژن ستونزي حل کړل شي”

 


 

د شمالي پښتونخوا د اوبو او بريښنا چارواکي وزير بخت بيدار خان د سياسي ګوندونو اوپه ځانګړې توګه  د عوامي نيشنل اوپيپلز ګوند پارليمينټرين څخه غوښتنه كړيده چې  په مالاكنډ  ډويژن  كښې دي دشرعي نظام رامنځته كولو مخالفت كولو څخه ډډه وكړي چى  د مالاكنډ د اوسيدونكو غوښتنه ته دپاى ټكۍ  كېښودل شي او د ولس مشكلات د شرعى قانون د لارې حل شي نګران وزير زياته كړې ده  چې  د شريعت نافذ كولو لپاره  دمالاكنډ ډويژن سوات او دير خلكو زياته قرباني وركړيده پدغه  لړ كښې څه كسانو د خپل ځان قرباني هم وركړيده.