کور / تازه خبرونه / سياسي ګوندونه : صوبو ته دي حق ورکړل شي

سياسي ګوندونه : صوبو ته دي حق ورکړل شي

 

صوابۍ  كښې د اپوزيشن ګوندونو اتحاد اې پى ډي  ايم جلسه ته د اې پى ډي ايم كنوينر محمود خان اڅكزي  د جماعت اسلامي امير قاضي حسين احمد د بلوڅ  قام پرست ګوند نيشنل ګوند مشر حئۍ بلوڅ  او نورو ووئيل  چى تر څو پورې  صوبوته خپل حقوق  ورنكړل شي تر هغو پورې  بد امني له منځه  نشي تللې  په هېواد كښې  د ظلم او نا انصافي نظام  جوړ دى اې پى ډيم ايم د ولس څخه  غوښتنه وكړه چې  د 12 فروري  په فراډ انتخاباتو كښې برخه و انخلي د اې پى ډي ايم مشرانو زياته كړيده چې  د مشرف په موجودګى  كښې  انتخابات  جاګير دارانه نظام ته وده وركولو لپاره كېږي تر څو پورې  چي  اوسني  حكومت  راونه غورزول شي په هېواد كښې  بد امني بې  روزګاري او د بريښنا ستونزه نشي  هواريدلې  د قرار دادونو په ترڅ  كښې  غوښتنه وشوه چي  ګوښه كړل شوي قاضيان دي بحال كړل شي.او د ټولو ګوندونو په مشوره  سره دي لنډ محاله حكومت رامنځته شي د هيواد په سياست كښې  دي  د جاسوسي ادارو لاس وهنه بنده شي فاټا سوات او بلوچستان كښې روان  پوځي عمليات دي بند شي ميډياته دي خپلواكۍ وركړل شي.