کور / تازه خبرونه / پاکستانی پوځ د ادم خيلو ددرې نيولو ادعا کوي

پاکستانی پوځ د ادم خيلو ددرې نيولو ادعا کوي


 

 

دپاكستان پوځي چارواكو د وينا ترمخه دره ادم خيل د پنځو ورځنيو نښتو وروسته  د امنيتي ځواكونو لاس ته ورغلي  او سيمه د وسلوالو دشتون څخه  پاكه كړل شوه بلخواته وسلوالو وئيلي دي چى  دوي دحكمت  لاندې سيمه خالي كړې ده  او د امنيتي ځواكونو په ضد به خپلو عملياتو ته دوام وركوي دبى بى سي د راپور تر مخه پوځي  چارواكو په وينا امنيتي ځواكونو د سپينې تاڼې  څخه بيا تر كوهاټ ټونل پورې ټوله سيمه د وسلوالو څخه پاكه كړې ده او سيمه د ولس دتګ  راتګ لپاره خلاصه شویده اوپوځيانو په شاوخوا غرونو كښې مورچې جوړې كړيدي.