کور / کتاب / كوټه: د باركوال مياخېل او رحمت زلمي د څلوريځو ګډه ټولګه چاپ شوه

كوټه: د باركوال مياخېل او رحمت زلمي د څلوريځو ګډه ټولګه چاپ شوه

(د څراغونو اوښكې) د دوو ځوانو شاعرانو باركوال مياخېل او رحمت زلمي مندوخېل د څلوريځو ګډه ټولګه ده چي تازه په كوټه كې د لمر خپرندويې ټولنې له خوا د ۵۰۰ ټوكو په شمېر په ۱۹۲مخونو كې چاپ شوې او خپره شوې ده.

په دې كتاب كې د دغو دواړو شاعرانو ۶۷۶ څلوريځو راغلې دي، چي شاعرانو په تېرو درېوو مياشتو كې د موبايل ټليفون د ايس ايم ايس په وسيله يوۀ بل ته په لېږلو سره ليكلې دي. دا څلوريځې په داسې ډول ليكل شوي چي يوۀ شاعر څلوريځه يوۀ ته ور لېږلې او هغه بل په هماغه مځكه كې بله څلوريځه ليكلې ده او چي بل لومړى څلوريځه ليكلې نو هغه بل په هماغه مځكه كې بله څلوريځه ليكلې ده. دا په كوټه كې د څلوريځو لومړنۍ ټولګه ده چي د دوو شاعرانو له خوا په ګډه ليكل كېږي.

پر دې كتاب باندې استاد محمد صديق پسرلي لنډه ليكنه كړې ده چي د دغو ځوانو شاعرانو د څلوريځو ليكلو هڅه يې ستايلې ده او ويلي يې دي چي څلوريځې ليكلو ته بايد زياته پاملرنه وشي.

د دې كتاب څلوريځې تر ډېره ملي او عشقي بڼه لري چي ټولې يې د پښتو څلوريځې په پخواني وزن په لس سېلابيز بحر كې ليكل شوې دي.