کور / ترخې خبري / افغان بیسیم په هرات کي ؟

افغان بیسیم په هرات کي ؟

یواز ې دمخابراتوسرپرست وزیرصاحب دې وګورې

دافغان بیسم شرکت چی ترټولولومړنی شرکت دی چي افغانستان ته راغلی دی  خودی شرکت په شروع کي  دافغان مظلوم ملت غافل ګیرونیوې او یوسیم کارت يې په دوه نیم سوه ډالره پرخلګووپلورئ زما سره چي کوم سیم کارت دې بیلونه ېې راته پراته دي په دوه نیم سوه ډالره مي رانیولی دی  هیچا پوښتنه ونکړه چي ایا داقیمیت دنړې په کوم بل  هیوا دکي هم چا لیدلی دی ؟.

 دې شرکت دیوې زړې دستګا ه په  نصپولو دافغانانو وینې وزبیښلې خوله بده مرغه سره ددې چي  په سوونومیلیاړه ډالره ګټه یې ترلاسه کړې ده بیاهم هغه زړه وروسته دستګاه اوهغه بدژبي اوبې تربیې مامورین اوس هم ددې دستګاه رهبرې کوې  .

 په ټوله نړۍ کي یوسیم کارت په داسې ملاماتوونکې بیه ندی خرځ سوی اوس چي مشتریان یې  ډیرسویدې نازاونرخرې کوې غواړم ددمخابراتودښاغلې وزیرصاحب نه څوپوښتني وکړم  :

اول : ایا زموږپه ګاونډي هیوادوکي دمبایل تلفونوقیمیت په دغه اندازه دی  کوم چي په افغانستان شرکتونه یی دخلګونه اخلې ، هلته هم ازاد بازاردی خویوازې بدبخته افغانان دازادبازارپه نامه دغلوښکاردې . 

دوهم : پخواکه دمبایلوشرکتونودیوې دقیقې قیمت لوړاخستي خودابهانه یې کوله چي موږبرق نلرودجناتورانومصرف ډیردی اوس چي په کابل کی برق دوامداره  سته دوی کوم تغیرراوستلئ دی اوپه کومه بهانه خلګ خطاباسې ؟

دریم : ښاغلې دمخابراتووزیرصاحب ته مهرباني وکړه هرات ، فراه ، باغیس اویاغورته ولاړسه چي هلته دافغان بیسیم شرکت دخلګوڅخه په کوم چلول غلاوي کوي هلته که یوتن  دافغان بیسم یوتلفون په یوه لاس کي ونیسې اوبل په بل کي اودیوه نه بل ته زنګ ووهي یا زنګ ورځې جواب نه وایي اویا درته واېې چي دساحې نه بهردی اویا که دوهم تلفون ته زنګ ورهم سې خبرې نه اوریدل کیږې خومصرف ېې ښه پریمانه کیږې  ولې دمخابراتووزارت ددې شرکتونوددې ټولودرغلیواوظلم سره سره داشرکت درې لکه افغانۍ جریمه کوې چي دخنداوړده  .

 دخلګوکاروبارداولس مشکلات اوهیڅ په نظر کي نه نیول کیږې اوبیا کرزی صاحب نارې وهي چي دفساد ادارې پرضد مبارزه روانه ده تردې سترادارې فساد چیري دی چي داشرکتونه لکه کسه بران دخلګوجیبونه وهي خودپلټني اوڅارنې څوک نلرې ؟

څلورم : دمخابراتومسؤ ل کسان یا خو په خوب ویده دی اویاددې شرکتونوپاخه او ښه تکړه شریکان دې کله چي دافغان بیسم اویا روشن دشرکتونودشکایاتومسؤلوکسانوته زنګ ووهي اودستونځودحل په هکله ورته شکایت وکړي  په داسې ژبه درسره خبرې کوې بیخي په خوله کي دانسانیت ژبه ورسره نوې دومره اخلاقي تربیه نلرې چي یوه چاته په سمه جواب ورکړې اخرې جواب ېې داوي چي دمخابراتوتروزیره دې لاس ازاد  اواکثره وخت دشپې خوا ددې شرکتومسؤلین نشه وې اواوتي بوتي واېي .

پنځم : څوموده وړاندې چي کله به دې دروشن تلفون نه زنګ وواهه نووروسته به مسیج درته راغلئ چي تاسي ته دومره وړیا کریدت درپه برخه سو خوچي کله به دې په بلانس کي وکتل هیڅ به هم نه ؤ .

شپږم  : افغان بیسم اوس یونوې سیستم ایجاد کړی دی چي هرڅوک اوه نیم سوه افغانۍ داخلي کړي نوبیا کولای سي یوه میاشت له افغان بیسیم  سره هرڅومره خبرې وکړې خودې کاربیا نورمشکلات زیږولې دي که څوک پیسې داخلې کړې باید دوه درې ورځې ټول کارونه پریږدې او په دې پیسې وګرزې چي دده پیسې داخلې سویدې او که نه ؟ چي مرکزته تلفون وکړې په یوه ورځ کي به ددوی چوپړیان پیدانکړې اوداټولې هغه کیسی دي چي ټول خلګ ېې دمشکلاتوسره مخ کړیدې . اوټول خلګ شک لرې چي دمبایلوشرکتونوسره ستاسې مسؤ لې ادارې شریکې دي همدا علت بولې چي داشرکتونه ورځ ترهغه بله دنووغلاؤ لارې لټوې اوهیڅ کنترول نشته .

 ایا دری لکه افغانې جریمه دافغان بیسم  ددغه ټولوناخوالوسره سره چي بیچاره ملت یې ورپه برخه کړیدې کومه سمه جزا ده چي تاسې ورکړیده ؟ افسوس دی زموږ یوه لویه بدمرغې داده چي واکداران مونه سترګې لرې چي حقیقت په وویني اونه غوږونه لرې چي  حقیقت واورې  یوه کيسه ده وايي چي یوه کوڼ پاچا حقیت نه اوریدی ډیردمشکلاتوسره مخ ؤ دیوه باوجدانه مشاورنه ېې پوښتنه وکړه چي زه دامشکل څنګه حل کړم ؟

هغه ورته وویل چي داخوډیراسانه خبره ده که په غوږونه اورې په سترګوخووینې اعلان وکړه چي هرڅوک چي زما له دولت نه په عذاب دې ژړکالې دي واغوندي سبا بازارته ولاړسه وګوره چي ډیرخلګ ستاله دولت نه په عذاب دې که لږ ؟ تردې اعلان وروسته سبا هغه بازارته راووتئ وییېلیدل چي ټولوخلګوژړکالې اغوستي وه هغه دځان سره وویل دخداې فضل دی چي یوازې کوڼ یم که ړوند هم وای هله به څه حال وای ؟

اوس دافغانستان خلګ فکرکوې هغه ګوڼ پاچا خولاښه ؤ سترګې یې درلودې ددې واکدارانوسره خلګ څه وکړې چي نه سترګې لرې اونه غوږونه ؟

خلګ دافغان بیسم دستګا ه مشرله پخوانه پیژني چي څه ېې کول اواوس یی هم ویني چي ډالرپه هلیکپترکي باروې .

ښاغلی دمخابراتووزیرصاحب تاپه یوه شخصي میلمستیا کي  دپارلمان دوکیلانونه ګیله درلوده چي ولې یې رایې درنکړې .  اودعوه دي کول چي ما ډیرخدمت کړیدی زه بیا څه وایم

ستا اودروغتيا دپخواني وزير فاطمي ته یوه رایه هم جفا ده چي چا درکړې وي ځکه دروغتیا پخواني وزیرپه جعلې دواؤ خلګ تباه کړه اوتادمبایلوپه څوشوړیدلودستګاؤ خلګ داعصابوپه ناروغي اخته کړیدی نورلاګیله من هم یاست .