کور / شعر / لوی وطن

لوی وطن

 


دهر ګـــــل پـــــه مـــخ کـــې مخ ددلبـــروينــم
پــــاڼــــه پــــاڼــــــه لټـــــــومــــه ګـوهـــر وينم


 
دبـــــا غــــونـــــو درنــــګه ګــــلونـــومنځ کې
زه په خوب کې هندوکش او سپين غر وينم


 
ديــــورپ پــــه منـارو کې مې زړه تنګ شي
خړ تصو ير چې دپــــاميــــراوخيــــبر وينــــم


 
زړه مې وسوزي لمبـــــه شــــي لوګی وکړي
لوی افغان چې بې ټوپۍ اوڅـــــادر ويــــــنم


 
د کــــــونــــړ اوابــــاسيـــــن اوبه به پکې وي
په دقت چې اتلنتيک تـــــــــه ژور وينــــــــــم


 
دخيــــــــبر پـــــه ســر مې قبر را ته جوړ کړئ
چې په مړينه لــــــــوی وطـــــن ســراسر وينم


 
خدمتګار به يې ګردخاوره پــرې ور نه کړي
که پيردوس دلتـــــــه دځمکې پــــه سر وينم