کور / تازه خبرونه / د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين پيل سو

د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين پيل سو

د كوكنارو د له منځه وړلو كمپاين په داسي حال كي پيليږي چي په هلمند كي سږكال هم د تيرو كلونو په پرتله خورا زيات كوكنار كرل سوي دي . نن دچهارشنبې په ورځ دلښكرګاه ښارته څيرمه دبولان په سيمه كي دكوكناروداړولوكمپاين دهلمندوالي اسدالله له (وفا) اوامنيه قومندان محمدحسين (انډيوال ) له خوا پيل سو.


دهلمندوالي اسدالله وفا وويل چي دهلمندپه ټولوولسواليوكي به دتارياكوداړولوكمپاين پلى سي ،اودالومړى ځل دي چي ددې ولايت په نادعلي ،مارجې اوناوې په ولسواليوكي به پلي كيږي او وروسته به نوروولسواليوته هم دالړي وغزول سي .ده وويل چي تيركال دتارياكو دله منځه وړلوپرمهال ډيري درغلى وسوې ، خوسږكال به دهغه ليست له مخي چي بهرنيوځواكونومونږته راكړيدى دهلمندپه ولايت كي تارياك له منځه وړل كيږي اوتارياك به له منځه ځي، هلمند والي اسدالله وفا د كمپاين د پيلېدو پرمهال خبريالانو ته وويل چي دوئ به سږكال تر ډېره بريده د هلمند كوكنار كروندګرو ته د هر ډول امتياز وركولو پرته له منځه يوسي .


والي زياته كړه چي دغه كمپاين د لښكرګاه په نژدو سيمو كي پيل سوى دى او د مخدره توكو پر وړاندي د مبارزې د رياست په مالي لګښت پر مخ بيول كيږي او نړيواله ټولنه ورسره مرسته نه كوي .


ده دوالي په وينا چي بهرنيانودتارياكودكمپاين لپاره زمونږسره ددرو ميليونوډالرودمرستيوعده كړې وه خوتراوسه ئې يوازي شل زره ډالره راكړيدي چي داكفايت نه سي كولي اومونږمجبوريوچي دتارياكوداړولوكمپاين په ټول ولايت كي روان  ساتوكه څه هم زموږ سره  دومره مالي طاقت  نسته چي زموږ خپل  كار ور باندي مخته بوزو خوبيا به هم   دتارياكوكمپاين به جريان لري.والي وويل   چي   په دانږدي كي به دكورنيو چارو وزارت د مخدره تو كو په وړاندي دمبارزي  ريس جنرال داود هم  راسي او په دي كمپين يوازي پوليس تر سترګو كيدل


هغه وويل چي د سيمي خلكو ورسره وړاندي د كوكنارو د نه كرولو ژمنه كړى وه چي پرځاى يې نه كړه او دوئ  يې د كوكنارو په له منځه وړلو لاس پوري كړي .


سيمه ايز خلك  او د كوكنارو كروندګر بيا وايې ځكه يې كوكنار وكرل چي دولت ورسره خپلي كړي ژمني په سلو كي يوه هم نه ده تر سره كړې .


دوئ وايې چي په سيمو كي هيڅ كار وبار نسته نور كرنيز توكي لكه پمبه ، معاش ، لوبيا ، يې په بازار كي په كښته بيو پلورل كيږي او مناسب بازار نه لري .


او زياتوي چي دولت يې په امنيت را وستلو او اقتصاد ته په پرمختګ كي پاتي راغلى دى


دا په داسي حال كي ده چي دا مهال په هلمند كي د باوري خپرو سوي شميرو له مخي پنځه اويا زره په نشيې توكو روږدي كسان سته او ددغه ولايت په ګڼو ولسواليو كي د تارياكو او نورو نشيې توكو پېر او پلور په ازاده توګه ترسره كيږي .


د نشيې توكو پلورونكي وايې ځكه دا كار په سپينه ورځ كيږي چي سيمه ايز چارواكي هم پكي ښكليل دي او يا خو دوئ ډېري پيسې وركوي .