کور / خبرتیا او پيغامونه / په مورنۍ ژبه د زوکړو د ملاتړ لپاره

په مورنۍ ژبه د زوکړو د ملاتړ لپاره

   د سلام فرهنګي ټولني  پيغام



په جرمني هېواد کي د افغان کلتوري ټولنو  د ګډي جرګه ګۍ  لخوا په  مورنۍ ژبه د زدکړي  اړتيا تر سر ليک لاندي يو څيړنغونډه جوړه شوه . دی څيړنغونډي ته د ښوني روزني په چارو کي دهېواد يو شمير کارپوهانو خپلي ليکني واورولې او په مورنۍ ژبه د زدکړو  او اړوندو اړينو لارو چارو څرک يې څرګند کړ او هم يې  په دې اړه  يو پريکړه ليک ومنۍ چي په بيلا بيلو رسنيو کي خپور شو  .
سلام فرهنګي ټولنه  او اړوندان يې په جرمني هېواد کي  د افغاني کلتوري ټولنو دګډي جرګه ګۍ له لوري  د جوړي شوي  څيړنغونډي د پريکړه ليک بشپړ ملاتړ کوي . موږ باور لرو چي   دا ده هر ماشوم او ځوان  منلۍ حق دۍ چي په خپله مورنۍ ژبه زده کړه وکړي او خپله لار د پوهي په رڼا روښانه کړي . په کلکه غوښتنه کووچي  په مورنۍ ژبه د زدکړو حق  ، ټولو  پښتو ژبوماشومانو او ځوانانو ته چي د افغانستان په هره سيمه کي ميشت دي ، هغه چي په کابل يا بلخ کي دي او که په هرات يا بدخشان کي ،  د ځنډ او خنډ پرته د هغوۍ قانوني او منل شوۍ حق ورکړ شي .



 په درنښت 
د سلام فرهنګي ټولني د مشرتابه جرګه ګۍ په استازيتوب 
پوهنوال رسول باوري