کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / جنرال دا ډول خبرې نه کوي

جنرال دا ډول خبرې نه کوي

دآریایي په ویب پاڼه کې (( با خواب بودن مردم ، جنرال تنی خواب رفعتی مې بیند))مقاله راته په زړه پورې معلومه شوه ، هغه مې ولوستله خوپه هغې کې دسپکوسپورو،ښکنځلواودکوڅې اوبازارې خبروپرته بل څه ونه لیدل۰ دلیکنې وروسته مې ددې پاڼې آرشیف ته لاړم ترڅو دې نوموړې مقالې دلیکونکې ( دکتور نورالحق نسیمی )  نورې لیکنې ولولم چې آیا نورې لیکنې لري که نه  اوکه لری دنورومحتوا څه ده ؟ ګورم چې بله مقاله یې د (( خاطراتې ازظاهرشاه )) په نامه ده هغه مې هم ولوستله له نیکه مرغه په هغې کې سپکې سپورې لږ خوپه هغې کې  له یوې خوا منطقی تسلل نه لیدل کیږی اوله بلې خوادخپل هیوادپه اړوند دهغه پوهه اومعلومات چې  بایدیودوکتور ولري خورا لږاونیمګړی دۍ۰


هغه څه چې ماته دهغې په لیکنه کې ډیر عجیب وبریښیدل دا دي چې هغه دیوه افغان  اوددې خاورې داوسیدونکې په توګه ددې پرځای چې دخپل پلرنې ټاټوبی په هکله فکر وکړي بلکه دتاجکستان په اړوندسوچ وهي ۰ ددې دوو لیکنو په لوستلو سره مې نوره هڅه ونه کړه چې دښاغلی دکتور نورې لیکنې ولټوم  خویوه خبره مې را یادشوه چې دهغې لیکل اړین ګڼم ۰ خبره داده چې یوڅوک دسیاسی پناهنده ګۍ په هیله اروپا ته راغلی و ، کله چې دهغې سره دنوموړې دولت دقوانینوپربنسټ مرکه ترسره کیږی نوموړې ځان جنرال معرفی کوی اوداسې بې ربطه ، بې مفهومه اوله واقعیتونولیرې شیان یې له خولې وزي  چې  مرکه کونکی اړکیږی هغې ته ووایي چې ( جنرال داډول خبرې نه کوی ) ۰


ما هم کله چې دښاغلی دکتورنسیمې دا دوې مقالې ولوستلې دځانه سره مې وویل چې ( دکتورهم دا ډول لیکنې نه کوی ) ۰داچې ښاغلی نسیمی دکومو علومو دکټرا لري اویا دطب ډاکتر دۍ مهمه نه ده خودده دمقالو محتوانه یوازې دیوه دکتور دلیکنوسره  سر نه خوري بلکه دکوڅې اوبازار معمولې خبرې ، ښکنځلې، سپکې سپورې ،تورونه اوتهمتونه دي چې معمولا کله ماشومان دلوبوپه بهیر کې سره خوابدې شی اوخبره یې جنګ جګړو ته رسیږی  داډول ښکنځلې ، پیغورونه ، تورونه اوسپکې سپورې یوبل ته وایي ۰ دخپلې دې خبرې داثبات لپاره غواړم چې دهغې دوروستنۍ لیکنې څخه څوجملې را نقل کړم چې دهغې درانقلولو څخه شرمیږم چې هغه دانټرنیټ له لارې خپریږی ۰ دښاغلی دکتور لیکنه داډول پیلیږي : (( تلویزیون آریانا با سردسته جلادان وقاتل کشتارهای جمعی مصاحبه َ داشت ،بازنګاه به مردې افتادکه ازسیمایش نفرت وعقده میباریدوبا بیشرمی تمام وخیره سری ظاهرشد۰۰۰،با وقاحت تمام حتی پیرامون اوضاع فعلی کشورتبصره میکرد وابلهانه نظرمیداد۰ این جلاد بې حیا شخص فاقد سواد که سفاکې وبیرحمې اش ازآن ناشی میشود، چون (  ) ازلحاظ   فطرت جنایتکار بارآمده لذاتا که زنده است ازیک جنایت به جنایت دیګردست میزند۰ چهره کریه زشت وسبیل های  پراوکه لب  ودهانش را پوشانیده عجیب مینماید۰۰۰ )۰د دکتورصاحب  لیکنه سرترپایه دا ډول جملې اوکلمې لري چې دهغې رانقلول اوپرهغې تبصره دوخت دضایع کولواوخفګان پرته بل څه نه دی ا ودهغې په اړوند تبصره اړینه نه بولم یوازې د( یادې ازظاهر شاه ) دلیکنې څخه غواړم په لنډه توګه ددرانه لوستونکې پام لاندې ټکو ته راوګرزوم که څه هم دهغې په مقاله کې ډیر شیان شته چې نه یوازې سم نه دي ،واقعیتونه پکې تحریف شويدي


هغه لیکي : (( ظاهرشاه ازآمدن روس ها وبوجودآمدن حکومت کمونست ها سخت رنج میبرد۰۰۰ ، نادرشاه میلیون ها جریب زمین را درسمت شمال افغانستان ازصاحبان اصلی غضب ۰۰۰ اوپه پای کې داسې لیکي : (( به امیدروز که ۰۰۰مردم با فرهنګ آریانای کبیروخراسان بزرګ اززیرسلطه وطنفروشان ومعامله ګران نجات یابند ومانندمردم ایران نقش مهم وارزنده را درعرصه جهانی داشته باشند وبه انتظار روز که سمرقندوبخارا مراکزتمدن جهانی به صاحبان اصلی آن که تاجکستان میباشد برګرد د )) ۰اوس غواړم ډیر لنډد دکتورصاحب دپورتنیو څرګندونوپه هکله څه ووایم :


لومړی – کوم افغان به د روسانواویا دبل کوم هیواد داشغال څخه رنځ نه وي وړی اویا به رنځ نه وړي که څه هم ښاغلی دکتوردروسانواشغال ته اشغال نه بلکه ( راتګ ) وایی چې دهغې دتفکر ښکارندوی دۍ۰ آیا دپردیو ښکیلاکګرو لخوا دیوه هیواداشغال چې دهغې ولس دغلامولواودهیواددشتمنیودچوراوتالا پرته بله موخه نه لری کوم وجدان به هغه  ومنی اودهغې څخه به رنځ نه وړي یوازې اویوازې به داشغالګرو تالې څټې اواجنټان دهغې څخه رنځ نه وړی اوهغه به تاییدوي، چې دپخوانی پاچا دا ډول دریځ دستایلووړ هم دۍ۰بل داچې ګواکې نادرشاه میلیونونه ځمکه په شمال کې دهغې داصلې خاوندانو څخه غضب کړې باید دکتورصاحب ته ورپه یاد کړم چې لومړې دخپل هیواد په اړوندمعلومات لاسته راوړی که یوازې په شمال کې میلیونونه جریبه ځمکه نادرشاه دهغې داصلې خاوندانوڅخه اخیستې وی نوپردې اساس باید چې په افغانستان کې میلیاردونه جریبه دکرنې وړ ځمکه موجوده وي چې له بده مرغه داسې نه ده ، ځکه چې دهیواد ددریمې برخې څخه دوهمه یې غرونه دی اودکرنې وړځمکې زیاتره برخه  شاړې ځمکې دی چې په دولت پورې اړه لری۰د دې ډول ارقامو څخه یادونه ددکتورصاحب باطنې احساسات څرګندوی چې باید په پخوانیو پاچاهانو پسې روا اوناروا دروغ ووایي اوپرهغې تورونه ولګوی  چې اصلې موخه یي هیوادپه شمال اوجنوب ویشل اوبې اتفاقیو ته لمن وهل دی  اوله بله پلوه دافغانستان په هکله چې د ده هیوادګڼل کیږی  دنیمګړې پوهې اومعلوماتوڅرګندوی ده۰


ددریمې خبرې په اړوند چې دآریاناې کبیر اوخراسان بزرګ مساله ده  چې دو((طنفروشانو)) دسلطې څخه خلاص شی اودایران په شان په نړی کې رول ولری باید دکتور صاحب ته وویل شی چې که تاسې دآریاناې کبیراویا خراسان بزرګ خبره کوۍ هغه نو دایران ، تاجکستان ، ازبکستان ،ترکمنستان ، افغانستان خاورې احتوا کوی او ایران څه ډول تاسو ترې مستثنی کړی دۍ دا په دې مانا ده چې  له بده مرغه تاسو دیوه دکتور په صفت نه پوهیږۍ چې نن مهال دآریانای کبیریا خراسان بزرګ په جغرافیایي چاپیریال کې مختلف هیوادونه چې ځانله خپل سیاسی – جغرافیایی حدودلری اوپه نړیواله کچه هغه پیژندل شوې دي په ټولو کې یې وطنفروشان واکمن نه دي ۰ تاسو ته په کار ده چې یوځل په غورسره ددې سیمې دهیوادونوچې داوسنې افغانستان سره ګډه پوله لري تاریخ  ولولۍ اوبیا پرتاریخ اوتاریخې پیښو باندې لیکنې وکړۍ ۰


ښاغلی دکتورصاحب !


تاسې په دې تمه يۍ اوهیله لرۍ چې سمرقنداوبخارا دتاجکستان خاوره شی ۰ آیا تاسو دتاجکستان تابعیت لرۍ ، یا داچې دومره په تاجکیسم کې غرق یاست چې یوازې دتاجکو په فکر اودهغوې  دبرم اوسوکالۍ فکر کوۍ که تاسې دافغانستان  تابعیت لرۍ ؟ څرنګه چې ځان  د(بنیاد افغانستان – آسیا ) مشر ګڼۍ چې منطقا دافغانستان یاستۍ ۰ آیا تاسوپه نولسمه پیړۍ کې دخپل هیواد هغه سیمې  چې دبرتانوی هند اوتزارې روسیې دتیریو،سیالیو اودسیسوله امله نیول شوې دی  بیرته ترلاسه شي ؟ آیا تاسو دخپل هیواد اوسنې حالت نه ځوروی چې له یوې خواد جنګ اوجګړوداورلمبې پکې بلې دي اواوسیدونکې یې پکې سوزیږي، پر سرنوشت یې پردی واکمن دی  اوله بله پلوه هره ورځ دخوراکې توکودنه لرلواودساړه له امله مري  اوتاسې په دې هیله وۍ چې دا ولس ددې کړاونو څخه خلاص شی خوتاسې دسمرقنداوبخارا سوچونه وهۍ چې بیرته دتاجکستان شی   ، څه ښه هیله اوهغه هم دنورو لپاره ؟


که دې ښاغلی دکتور دهیلو ، سپکوسپورو اواندیښنو څخه تیرشوچې دهغې دزړه دخبرواصلې ټکې نه بلکه فرعی  خبرې دی خوهغه څه چې  دهغې باطنې احساس دۍ نه غواړی هغه په ډاګه ووایي بلکه هغه یې دمقالې په پای کې راوړې اولیکی : (( ۰۰۰ هم چنان سایت افغان – جرمن آنلاین را مطا لعه  کردم درباره  هفت ثوروشش جدی  وپیامدهای ننګین آن تنها علیه ببرک کارمل خشنترین دشنام ها داده شده اما نامې ازجنرال تنی برده نشده که هویت این سایت را برملا میسازد ))۰ د ښاغلی دکتور نسیمی وروستۍ جمله ښیي چې هغه دڅه شی  څخه رنځ وړي ؟ هغه ددې څخه رنځ وړي چې ولې  دببرک کارمل  په هکله نورو هغه څه نه دی لیکلي څرنګه چې دی فکرکوی ۰ داچې نورو دکارمل په اړوند څه لیکلی اوپه کومه انټرنیټې پاڼه کې خپاره شوی اویا داچې ددکتورنسیمی دشهنوازتڼی په اړوندڅه لیکلې دي زه نه غواړم تبصره وکړم تاریخ ددې دووتنواوهمدارازدافغانستان د تیرومشرانو،غازیانو، امیرانو، پاچاهانو، سیاستوالواونوروځواکمنو، ځواکمنوڅیرواوشخصیتونو په باب خپل بیرحمانه قضاوت کړی اووبه یې کړي ۰ خوهغه څه چې زه یې اړایستم دده په وروستیودوو مقالو تبصره وکړم هغه دادی چې یوه لیکوال ، څیړونکی اودقلم خاوندته نه ښایي چې پخپلو لیکنو کې دکوڅې اوبازار خبرې ، سپکې سپورې اوښکنځلې  دکوم چا اویا کومې ډلې په پته استعمال کړی  په تیره چې هغه دلوړوزده کړواودکټرا خاوندهم وی ۰


ښاغلی دکتور چې د ( بنیاد افغانستان – آسیا ) مشردۍ ، خودهغې دلیکنو محتوا دنوموړی بنسټ دنامه سره  هیڅ سر نه خوری ښاغلی دتاجکستان اویوازې دتاجکانوپه هکله فکرکړی دهغې دپرمختګ ، برم اوسوکالۍ په هیله ژونداوهلې ځلې کوی، ده ته په کاروه چې دهرڅه دمخه دنوموړې بنسټ نوم ( بنیاد تاجکستان – آسیا ) کیږدي ترڅو دهغه تفکر اوباطنی احساسات  لږ ترلږه دهغې دنامه سره مطابقت ولري  اوکه په راتلونکې کښې څه لیکي هڅه وکړي چې دقلم عفت په پام کې  ونیسي ۰


پای


د۲۰۰۸ میلادی کال دجنوری دیرشمه نیټه