دریچاردهالبروک دوروستیوڅرګندونوپه اړه څویادونې!

د لراوبر اداره | مارچ 13th, 2010


 دروانې میاشتې په پنځمه  نیټه دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکې استازي هالبروک   په يوه امريكايي پوهنتون كې دوینا په مهال   وویل  “چې طالبان د پښتنې ټولنې زيږنده دي او په هره پښتنه كورنۍ كې داسې يو څوك خامخا شته چې له طالبانو سره تړاو لري، ولسمشر كرزى هم پښتون دى ځكه خو نوموړى غواړي له طالبانو سره سوله وكړي”
دهالبروک دغه څرګندونې دځینوپښتنولیکوالانو دغوسې لامل وګرځیدې اوپه غبرګون کې یې  هرچادخپل  برداشت مطابق لیکنې وکړې.
زهم  دیوه پښتون لیکوال په توګه غواړم  دخپل برداشت مطابق دهالبروک  اودهغه په غبرګون کې  دپښتنولیکوالانوپه لیکنو څوکرښې وکاږم  اوبیایې دیوه منصفانه   قضاوت لپاره  دپښتنو ویب پاڼو له لارې  د درنوپښتنولوستونکو مخې ته  کیږدم.
هالبروک ولي دامریکایانوخلاف مقاومت  یواځې پښتنوته منسوبوي؟
 هالبروک  په افغانستان کې دامریکې استازی  دی  او امریکایانودسپتمبردپیښې دغچ اخیستلوپه پلمه په افغانستان  یرغل کړی  ددغه  یرغل په اورکې افغانان  دبل چا په کړی عمل کړیږي  ، امریکایان  هم په دي اعتراف لري چې دپیښې اصلي عاملین بل څوک دي   خوبیاهم دوﺉ  افغانان  وژني ،بندیانوي یې  کورنه یې ورورانوي او….  افغانان له خپل ځان  اوهیوادڅخه ددفاع په خاطرله هغو سره مقابله کوي؛  دغه  مقابله  افغانان  دخپلودیني معتقداتوله مخې برحق جهاد بولي  اوامریکایان یې  دخپل ځان په مقابل کې دپښتنوبغاوت .
دغه  مقدسه جګړه(جهاد) یادامریکایانوپه اصطلاح  بغاوت  دافغانانودیوه معین قوم یاملیت  له خوا نه دې روان بلکې دافغانستان ټول مؤمن ولس په هغه کې برخه لري؛چې د نورستانیانو په لاس دسلګونوامریکایانودککریورغړول اودسمنګان ،بدخشان ،بغلان ،جوزجان هرات ،فراه  بادغیس ،نیمروزاو ….. په ولایتونوکې دهغوﺉ په ضد دمقاومت سختیدل یې  ژوندۍ بیلګې  دي.دا حقیقت اوس امریکایانو هم ښه درک کړی  اوله هم دې وجې هالبروک په دغه حقیقت باندې اعتراف وکړ، خوهغه  چې دخپل ځان په مقابل کې دمقاومت  نسبت  یواځې  پښتنوته کوي اصلي هدف یې دافغاني مقاومت  محدودول  وو نه  دځینوښاغلیوپه اند  دپښتنو سپکاوی. هوداخبره واقعیت لري چې  له امریکایانوسره  دمقابلې په ډګرکې دپښتنوبرخه  زیاته ده  اوهغه له دې امله چې  دنوروملیتونوپه تناسب  په افغانستان کې دپښتنو فیصدې  زیاته ده .
له خپله ځانه دفاع  دتوهین لامل دی که د تحسین؟
زمادلیکنې  موخه دا نه ده چې زه دهالبروک وکیل مدافع   اویاداچې  زه دهغه  څرګندونوته ددرناوي په سترګه ګورم ،بلکې  زه غواړم  داخبره ځان ته مالومه کړم چې  دخپل ځان د  دفاع په غرض  له یرغلګرسره مقابله کول  جرم دی که  ثواب او مقابله کوونکی  یې دتوهین مستحق دی که دتقدیر.
کومو دوستانوچې تراوسه دهالبروک دڅرګندونوپه غبرګون کې لیکنې کړې هغوﺉ په خپلولیکنوکې ویلي چې هالبرووک په دغوخبروسره دټولوپښتنوسپکاوی کړی  اوځینوخویې هغه  دپښتنو لپاره دردوونكى، خواشينوونكى او سپكوونكى خبر بللی. زه له دغودوستانودایوه پوښتنه  لرم چې ستاسوپه اند دتحسین اوتوهین معیارڅه  دی؟
که له خپل  اسلام ،عقیدې  اوهیوادڅخه  دفاع کول  د توهین اوتحقیرلامل وي  نوبیا خوافغانان   اوپه تیره پښتانه په خپل تاریخ کې  له شاه شجاع اوببرک کارمل نه سیوا بل  داسې تاریخي شخصیت نه لري چې دهغه کړه وړه دې دتحسین اوتقدیرلامل وي ؛ ځکه دافغانانوپه تاریخ کې یواځې همدغه دوه ښاغلي تاریخي قهرمانان !!! دي چې  له وطن ،عقیدې اوناموس څخه ددفاع په ځای یې  له یرغلګروسره  دهمنوایي  اوجوړجاړي  لاره غوره کړې  .
که له یرغلګروسره مقابله  دتوهین  لامل وی نوباید دمیوند دفاتح  غازی ایوب خان  ،غازي محمدجان خان ،غازي ملامشک عالم ، نجم الدین اخنذاده …….  اونوروټولوملي مبارزینونومونه دافغانانودملي مفاخرو له لیسته حذف  ،دغازي وزیراکبرخان  له ویاړلي نوم  نه دغازي کلمه لیري اودمیوند داتلې  ملالۍ   دغه  حماسي ټپه :
که په میوندکې شهیدنه سوي ـــ خدایږولالیه  بي ننګي دي ساتینه 
په دې ټپه بدله کړو:
که دې میوند کې ځان شهید کړ ــ ستاشهادت به مې پیغوردعمروینه.  لاسمح الله
دغه دوستان    چې نن له یرغلګروامریکایانوسره مقابله کول دپښتنوسپکاوی بولي هغوﺉ په دې نه پوهیږي چې د دوﺉ دغه معادله  د ډیروتاریخي ،مذهبي ، اجتماعي اواخلاقي  مفاهیمو اوارزښتونو (قلب) اړولوته ضرورت لري  کوم چې  دلته دهغوﺉ ټولو ذکرکول  دلیکنې داوږدیدلولامل ګرځي.
هغوﺉ چې له امریکایانوسره  یې دجګړې په ځای دجوړجاړي لاره نیولې  څه   ترلاسه کړل؟
داخومسلمه  خبره ده چې امریکایان  افغانستان  ته دیرغلګروپه توګه راغلي  اودلته  یې دهیوادله ټولواوسیدونکوسره که هغه پښتانه دي که تاجک ،که ازبک دي  که ترکمن ،که بلوڅ دی  که  هزاره  ……..  تعامل اوکړه وړه  هم دیرغلګروپه ډول د ي.
یواځي هغه کسان چې  ددوﺉ  یرغل یې  دسولې ،ترقي ،دیموکراسي  او ښه ژوند راوستلو په حیث منلی  هغوﺉ که  پښتانه دي  اوکه نورملیتونه هغه ریښتیاهم دامریکایانوله  ځانګړیوخواخوږیوبرخمن دي  ، هغوﺉ دامریکایانوددوستانوپه توګه دهغوﺉ په ټولوخوښیوکې ګډون کولای  شي  ،په بګرام کې ، په کابل ښار دامریکاسفارت  کې ، په کندهارهوايي ډګرکې  اودامریکایي  عسکروپه نورواوسیدنځایونوکې؛  نه تنها ګډون بلکې  دخپلوامریکایي دوستانوله  ډیروخاصولورینوڅخه  هم برخورداروي  .
څلورکاله مخکې دبګرام  هوايي اډې په یوه لطف اندوزه  مجلس کې  امریکایانوخپل  څوداشانې نازولي  دوستان  په خپلو خاصولورینو دومره ونازول چې  بلکل یې خواور توره  او په  معالجې پورې آن دجرمنې  روغتیا پالان لاستړي شول .
ښه نواوس  دغه ښاغلي چې  دامریکایانومقابله  دپښتون قوم سپکاوی بولي  له دغوافغانانوسره  دامریکایي دوستانودا  لورینې !!! څه ډول  توجیه کوي  ؟
که دوﺉ وایې چې نه داخو هسې یوه  اتفاقي (ناڅاپي ) پیښه وه  امریکایانوخوله پښتنو ماسیوا له نورو افغانانوسره  ښې مرستې  کړې  ،دبیارغونې  پروژې یې  عملي کړې  …….. مهرباني دې وکړي  دهغو ځای  اوسیمه ده مشخصه کړي  چې چیرته اوڅه یې کړي؟
دتیري دفاع  دانسان  دم‍ذهبي اواخلاقي  فریضې په توګه !
دټولواسماني  کتابونو  اوبشري وضعي قوانینوله مخې  دتیري کوونکې دتیري په مقابل کې  له ځانه څخه دفاع  دهرانسان  مذهبي  ،قانوني اواخلاقي فریضه ده.
افغانان چې داشغال شوي هیواد ۹۹٪ اوسیدونکي یې  مسلمانان دي دخپل مقدس کتاب قران عظیم الشان  ددې مبارک ایت    مطابق   …  فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُواْ عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴿194﴾   “البقرة”     له یرغلګروسره مقابله دخپل ځان مشروع حق بولي ؛  دغه  مقابله  د مستۍ  له وجې  نه کوي  بلکې ورته مجبوره دي که تیري کوونکي  دتوپک په خوله له کوره ونه شړي نو هغه  یې وژني ،او  په کور یې ورننووزي.
افغانان په دې ویاړي  چې  هروخت یې  دتیري کونکو په مقابل کی  قیام کړی اویرغلګریې دخپل جهاداوقیام په برکت له ملکه شړلي . اوس هم که امریکایان په افغانستان باندې  خپل نارواتیري هرقسم توجیه کوي خوافغانان هغه تیری بولي  اوپه مقابل کې یې جهاداومقاومت دځان دیني اواخلاقي فریضه بولي .
ټول افغانان  افغانستان  ته دخپل ګډکورپه سترګه ګوري  اوددې کوروانګړته راننوتلي امریکایان تیري کوونکي اجنبیان بولي ،او پښتانه بیا هغه څوک دي چې  دخپل کورپه انګړکې داجنبي په اوسیدلو رضایت  ته دوسې وایې!
دا دپښتون دفطرت تقاضاده  که ځیني ښاغلي  دپښتني فطرت په ځاي دیموکراتیک انفعالات  په ځان عملي کول غواړي  هغه به  یې  ذاتي ذوق وي  خوغیرتي پښتون ولس به کله هم  ورسره د دغه نا معقول تحول  قبلولوته چمتو والی ونه لري .

Copyright Larawbar 2007-2024