خاوند خپله مېرمن ووژله

34 | مارچ 15th, 2010


د پښتونخوا په مرکز پېښور کي يوه ځوان خپله شل کلنه مېرمن ووژله او خواښې يې زخمي کړه.
د پېښور پوليس وايي ٢٠ کلنه افسانه او د هغې مور رخشانه محکمې ته په لاره کي د خپل خاوند فضل کريم له خوا په ګوليو وويشتل سوه، چي له امله يې افسانه مړه او مور يې زخمي سوه.
د پوليسو په وينا فضل کريم او افسانې درې مياشتي دمخه واده سره کړئ وو، خو ډېر ژر يې ترمنځ کورنى جنجال راغلى وو او هغې په محکمه کي عرض پر کړئ وو، خو محکمې تر حاضرېدو دمخه د فضل کريم له خوا ووژل سوه.
د پوليسو په وينا ډاکټرانو د افسانې د مور حالت اندېښمن په ګوته کړئ دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024