نوروزداسلام اوتاريخ له نظره
الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی اله وصحابته ومن اهتدی بهداه، وبعد :
دنوروزمېله ياجشن دشمسي کال دلومړۍ مياشتې حمل په لومړۍ ورځ په ډېری اسلامي هيوادونولکه افغانستان،ايران،تاجکستان اونوروهيوادونوکي لمانځل کېږي،البته دلمانځنې کيفيت اوقومي وقبيلوي دودونه يې په هرهيوادکي توپيرسره لري .
داچي له افغانستان څخه پرته په نوروهيوادونوکي داجشن څرنګه لمانځل کېږي داډېروتفصيلاتواو جزئياتوته اړتيالري چي په دې وړه ليکنه کي يې راوړل بې ځايه برېښي خوزماله دې ليکنې هدف دادی چي دافغانستان په اسلامي خاوره کي چي داجشن داسلامي اوملي ورځې په ډول لمانځل کېږي اويواسلامي رنګ ورکول کېږي له اسلام څخه نه دي،تاريخي اسناداولاسوندونه داپه ډاګه کوي چي داکارله افغانستان اوافغانانوسره هيڅ تړاونه لري بلکه دادايران داورلمانځونکوپاتي شونی دی اودايران له ملي اعيادوڅخه ګڼل کېږي . زه به دليکنې په ترڅ کي ان شاء الله هڅه وکړم چي له اسلامي نظره داورځ په قراني اونبوي نصوصوسره وڅېړم .
له همدې کبله داليکنه پردووبرخووېشلای شوپه لومړۍ برخه کي به دنوروزتاريخي شاليدپه ډاګه کړواوپه دويمه برخه کي به دنوروزشرعي حيثيت هم ترنظرتېرکړو.
نوروزدتاريخ له نظره
نوروزپه افغانستان کي :
دنوروزمېله ياجشن له پلازمينې کابل سره سره په نوروډېروولايتونوکي دشمسي کال دحمل دمياشتې په لومړۍ ورځ لمانځل کېږي،داجشن معمولاًپه کابل،غزني، کندوزاواکثروشمالي ولايتونوکي لمانځل کېږي اوددولت له لوري يوتقليدي اوعنعنوي بڼه لري،په دې ورځ رسماًعامه رخصتي وي پاتي دي نه وي چي دکابل خلک بياداورځ په ځانګړي ډول تجليلوي . څوک چي ديني رنګ ورکوي هغوئ په دې ورځ ځانګړي خواړه پخوي،نوي کالي اغوندي اوځان ښکلی کوي تردې وروسته دتفرېح لپاره چمنيوته ځي اوبيا ښځې ونارينه په ګډه دشهدای صالحين له هديرې،کارته سخي اونوروزيارتونوليدنه کوي،په ځينوولايتونولکه بلخ،غزني او… کي يوځانګړی بيرغ دعلي دجنډۍ په نوم پورته کېږي،خلک دهغوخلکوپه استثنی چي له شرعي علم څخه برخمن دي يوبل ته دمبارکۍ پيغامونه لېږي اوپه ډاليويې نازوي . داناوړه بدعات دافغانستان په ډېری شمال اوشمال ختيځوولايتونوکي روان وي خواصل زوريې پربلخ تمامېږي .
په بلخ کي دحمل دلومړۍ ورځې په رارسېدودعلي کرم الله وجهه بيرغ پورته کېږي اوددولت له لوري ورته داحترام په توګه دتوپ ډزې هم کېږي تردې وروسته دګل سرخ مېله په ډېروبدعاتواوفسادونوسره پیلېږي،په همدې ورځوکي ښځې په نيمه بربنډحالت کي پارکونو،هديرو،بازارونو،باغونواو… نوروځايونوته ځي راځي . دنوروزپه رارسېدلوبالاخره داسي حالت رامنځ ته کېږي چي له هرلوري دفساددعامولوهڅې په ډېرګړندي ډول روانې وي،په ټلويزونونو،راډيوګانو،چاپي اوبرېښنايي رسنيواونوروکي دې کارته هڅونې کېږي اوان دټلوېزونونوله لارې داسي موادنشرېږي چي ديوه انسان ټول جنسي اعضاپرحرکت راولي،بل خواهغه خلک چي ځان ته هنرمندان وايي هم هرځای خلک په فسق وفجورکي اخته کړي وي لنډه داچي په دې ورځوکي يوداسي حالت وي چي پرګډون کوونکيويې دمسلمانۍ شک بېخي کېدای نه شي .
بل خواکوم وخت چي بيرغ پورته کېږي نودشرکياتواوبدعاتويوبل بازارهم پيلېږي په دې کي ځيني خلک هڅه کوي چي بيرغ ته په لاس وروړلوبرکت ترلاسه کړي اوځيني خوبياپرموجومزارژاړي،پردېوالونو مخونه مښي اوله قبرونودخپلومشکلاتوحل غواړي . العياذبالله
ځيني خلک بيادثواب په نېت په همدې ورځوکي دسخي جان په نوم مخصوصې قربانۍ کوي اوروضې ته يې وړاندي کوي،که څه هم داقربانۍ صرف په نوروزپسي خاصې نه دي خوددې ورځې په رارسېدوددې کارپه کولوکي زياتوالی راځي اوياده دي وي چي په دې زيارت کي يولوی دېګ هم پروت دی چي دزيارت بلل کېږي اوپه دې ديګ کي بيانورډول ډول شرکيات اوبدعات ترسره کېږي ځيني خلک خپل واړه ماشومان په دې ديګ کي دشفاپه خاطرکښېنوي اوځيني بيانذرونه پرې کوي،داکارټول کال روان وي خوپه دې ورځوکي پرې سخت رش اوکش وي .
هو! داڅوخرافات،شرکيات اوبدعات نه ووچي موږيې يادونه وکړه بلکه دبيرغ دپورته کولواوګل سرخ دميلې پرمهال دومره خرافات اوشرکيات کېږي چي قلم يې له ليکلوعاجزدی،زه (ليکوال) چي دبلخ ولايت اوسېدوونکی يم داهرڅه مي په خپلوسترګوليدلي دي خوددې ليکنې پروخت له سيمې لرې يم زه دخپلودعوودثبوت په توګه يوه کيسه ستاسوپه وړاندي ږدم :
” ددې ميلې ترپيل وړاندي دهمدې قبرپه لوېديځ کي يوشمېرړانده کسان دسخي جان په مشرتابه راټولېږي اودمازيګرودماښام ترمنځ د(هو،هو) يا (من هو) ټوليزجهري ذکرکوي،ورسره په څنګ کي ډېرفاسدالمعنی شعرونه هم وايي،همداسخي جان ددوئ په ملاتړله خلکوخيراتونه اونذرانې اخلي،ډېروخت دبيرغ پورته کولوپرمهال په خلکوکي اوازه خپروي چي يوه ړانده دعلی کرم الله وجهه په کرامت له ړندوالي خلاصون ومونداواوس رک روغ دی،خلک دبرکت دترلاسه کولوپه هدف له همدې سړي سره دبدن غړي نښلوي . داټولي دشيطانې دسيسې اوپلانونه دي خوبياهم داعقيده په خلکوکي يوسم تصوراودډېروخلکوپه نظرسيي ده .” نوربيا …
د لراوبر يادونه :
له دې امله چي نوروز يا نوي کال ته څو ورځي پاته دي لراوبر له خپلودرنو لوستونکو هيله کوي چي د نوروز په اړه د ضد او نقيض نظرياتو په اړه خپل نظر څرګند کړي . ستاسو په سيمه کي نوروز ته څنګه کتل کيږي او په څه ډول نمانځل کيږي . مننه