دطبعيت دښکلاڅيړونکې مارتاته ډالۍ

سعيد لودين | مارچ 17th, 2010


مارتازمايوه کيوباېې شاعره ملګرې ده چې اوس کلونونه پس خپل هيوادکيوباته تلې ده مارتادطبعيت دښګلاګانوسره ډيره مينه لري دهغې ټولې ليکنې د طبعيت په ښکلاګانو باندې څرخي په کال کې څوڅوځلې دنړۍ شين بڼ لرونکي هيوادونوته يواځې سفرونه کوي هغه دخپل دمينې ښکلا دطبعيت په لمنه کې لټوي هغه دسياست سره مينه نلري دهغه په نظرسياست مداران روحي ناروغان دي خو په ټول نړۍ کې دکيوبا پخوانی اولسمشرفيدل کاسترو دشخصيت او د هغې ٤٩کلن واکداري سره دزړه دکومې مينه لري هغه وايي که څه هم کيوبا يوشتمن هيواد نه دی اوکاستروهم داسې ابتکارنه دی چې دهيواد اقتصاد پياوړی کړي خوفيدل کاستروپه کيوباکې داخلاص،وفاداری،ښه خدمت،اودعام خلکوزړونوکې ديوخاص محبوبيت څخه برخور دار شخصيت دی مارتازمادافغانستان په هکله ډيرڅه پوهيږي هغه روزانه ماته دخپل سفرونوکيسي په نيټ کې کوي هغه تل ماته وايي ماسره کيوبا ته ولاړه شه زه به ستاننګرهارپه کيوبا کې درته وښايمه کيوباډيرښکلې منظرې اوڅپانده سيندونه لري هغه تل دنړۍ ښايسته هيوادنو ته يواځې سفرونه کوي دضرورت په وخت کې ځان سره ترجمان ګرځوي کله چې خپل بنګلديې شاعر ې ملګرې سره هم خبرۍکومه دهغې ليکنې هم دطبعيت دښکلا ګانو په هکله وي او کله چې خپل ليکنې ګورمه کاملان فرق کوي نن مارتاله مانه پوښتنه وکړ چې په دېی ورځوکې څه ليکمه خپل هيواد مې ورته ياده کړه هغه په ګيله کې راته وويل تل افغا ن او افغانستان هغې وويل راځئ چې نړۍ سره غم او خوشحالي شريک کړو دنړۍ نه يوه داسې کوچنې کلې جوړ کړو چې دغم په وخت کې سره په شريکه ودرديږو او دخوشحالې په وخت کې دژوند نه لزت پورته کړودا ځکه چې مونږ په نړۍ کې يوواکدار لرو چې هغه خداې (ج) اومونږټول د هغه بندګان دا دهغې د ليک دخواب ژباړه ده
مارتا ته دهغې د ليک دځواب ژباړه
زما دمينې ګلالې کوډګرې
زما مارتا اې ليونې کودګرې
ستانړيوال ته مې سلام کړيده
په سل ځلي مې احترام کړيده
مادنړۍ په خلکو ډير وژړل
هيرويشيماته مې هم پام کړيده
ستا دکيوبا خوږولمنو ته هم
ستا په يادونومې ارام کړيده
ها دويتنام د در په درو خلکو
ما دکاتي١* کيسه مدام کړيده
دحبشی او دچيليانو په ياد
سل سلامونه په سودان کړيده
زه ستاګيله به خامخامنمه
په هر انسان باندې ليکنۍ کوم
تادډورا*٢کيسه لوستلې نه ده؟
وليه *٣سودان باندې ليکنۍ کوم
مونږ انسانان يو هيڅ توپير نلرو
په تا او ځان باندې ليکنۍ کوم
دجنګ وختونه هيڅ ښکلا نلري
ځکه ژوندون په کې معنی نلري
زه او ته دواړه دجنکو قربانيان
په کاناډا کې مو ژوندون خوښ کړې
مونږه دسولې دلټون په هيله
سولې دپاره پلټون پيل کړې
نور دجنګونو اختطام غواړو
سوله نړۍ ته تل مدام غواړو
زما ښايسته زما ګلمينۍ مارتا
مانه هيره نه يې اې شرينې مارتا
ته چې کيوبا نه کله بيرته راغلې
زما ليکنۍ به ټول وينې مارتا
زه او ته دواړه په يوسوله مين
د حفيظ ته زړه لونګينې مارتا
١کاتي د ويتنامې انجلې لنډه کيسه زما ليکنه
٢ډوراکاژول جرمنۍښځه لنډه کيسه زما ليکنه
٣ولياټونکارا سودانې ښځه لنډه کيسه زما ليکنه
Saturday, 06.02.2010, 03:36pm

Copyright Larawbar 2007-2024