کور / خبرتیا او پيغامونه / په جرمنی کی د ځوانانو لپاره روزنیز سيمينار

په جرمنی کی د ځوانانو لپاره روزنیز سيمينار

 


دکونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنى په  نوښت د راتلونکی جمعی په ورځ د 2008 ع کال د فبرورۍ د میاشتی په لومړۍ نیټه د کولن په ښار کی د ځوانانو لپاره  یو روزنیز سيمينار جوړېږي. په دې سيمينار کې به ځوانانو ته دنشه یی توکو د زیانونو او د خپل کولتور د ساتنى ، پالنى او  د ځوانانو ونډه په ټولنه کی  تر سر لیکونو لاندی ګټور، ارزښتناک او هر اړخیز مالومات وړاندی شی.  ټولو هیوادوالو او په ځانګړی توګه ځوانانو ته د ګډون بلنه ورکوو.


په درناوی


د کونړ د ځوانانود کولتوری ټولنى دکار ډله


وخت : د 2008 کال د فبرورۍ لومړۍ نیټه ، د مازیګر څلور بجې


پته : 
EVENT PALAST
Max – Planck – Str. 9 a
50354 Hürth,  bei Köln
www.eventpalast.com