کور / تازه خبرونه / کابل:ځانمرګي بريد مرګ ژوبله رامنځته کړه

کابل:ځانمرګي بريد مرګ ژوبله رامنځته کړه

دکابل په ښار کې نن سهار وختي چاودنه وشوه چې دپوليسو دچارواکيو په وينا قربانيان يي يوازې ملکي وګړي وو .


که څه هم دملي دفاع وزارت چارواکي يي دريموډ کنټرول بم چاودنه بولي ولي دکابل دامنيه قومانداني دجنايي جرمونو پروړاندې دمبارزې اوتحقيق دچارو مشر جنرال عليشاه پکتياوال وايي چې دايو ځان مرګي بريد وو چې دکورلاموټر په واسطه ترسره شو .


دملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې په چاودنه کې ځان وژونکي هم لمنځه تللي اويوتن ملکي وګړي يي ورسره لمنځه وړي اودوه تنه نور ملکي وګړي ټپيان دي .


دغه چاودنه دښار مرکزي سيمه دتايمنيو په څلور لاري کي ترسره شوي ده


دچاودنې  په سيمه کې  د چاودېدلې کرولامو ټر پارچې او هم يو بايسکل ښکاري ، چې ګمان کېږي چلونکى به يې وژل شوى دى .


  جنرال پکتياوال هم وويل چې يوتن ملکي وګړي وژل شوي ولي دټپيانو شميره يي څلورتنه وښودله