کور / شعر / غزل

غزل

څړيكې شي، خواږۀ خواږۀ دردونه شي
زړه ته  چې رايو ځاى ستا يادونه شي
ژوند مې كله تنګ كړي لېونى مې كړي
كله ښايستونه امېدونه شي
ټوله شپه بلها شعرونه ياد كړمه
بيا رانه تس نس هغه خيالونه شي
موږ خو به هر چار د محبت كوو
وخت دي تندرونه تندرونه شي


هسي پيداشوي يو طاهره موږ
هسي به مو خاوري ارمانونه شي