کور / z_buitenland_news -- 5 / پاکستان د اوږده واټن ويشتونکی بل ميزايل وازمايه

پاکستان د اوږده واټن ويشتونکی بل ميزايل وازمايه

 


د پاکستان پوځ  نن بيا داوږده واټن ويشتونکی يو توغندۍ په برياليتوب سره وازمايه ، د پاکستان ددفاع وزارت له خوا په خپرو شوو معلوماتو کي يادونه شوې چي ددوی له خوا نن په يوه ناڅرګند ځای کي د غوري په نوم يو بل ميزايل ازموينه په برياليتوب سره ترسره کړه ، خبرپاڼه زياتوي چي دا ميزايل چي ۱۳۰۰ کيلو متره واټن ويشتلای سي اټومي سرګلولې هم ليږدولای سي .


پرويز مشرف نن يو ځل بيا وويل چي دده دولت په دې هيواد کي د اټومي وسلو د ساتني په برخه کي هيڅ ډول ويره نه لري . ده دا خبري د هغو اندېښنو په ځواب کي وکړې چي د نړيوالو له خوا څرګندي شوي چي ګواکي ويره ده چي ګواکي کيدای سي چي القاعده او سخت دريځي د پاکستان پر اټومي وسلو واکمن سي .