کور / تازه خبرونه / خوست : دوې پرله پسې چاودني وشوې

خوست : دوې پرله پسې چاودني وشوې

 


د کنړ په نا ارامه ولسوالۍ يعقوبيو کي د دوو جلا چاودنو په پايله کي درې عام وګړي ووژل سوه او دوه نور ژوبل سوه .


د يعقوبيو ولسوالۍ ولسوال ببکرخېل لرابر ته وويل چي دوه ښخ سوي ماينونه پر دوو لاريو ( ټرکونو ) وچاودل او يو بل د لاري پر سر ښخ سوی ماين پر يوه موټر سايکل چلوونکي وچاود .


د پېښي پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخستې خو د يعقوبيو ولسوالۍ ولسوال وويل چي دا د وسله والو طالبانو کار دی او په دې ډول غواړي په سيمه ايزو خلکو کي ويره او ډار پيدا کړي ، نوموړي د پېښي قربانيان عام وګړي وبلل .