د ناټو دوه پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 18th, 2010


د امریکا د دفاع وزارت او ناټو خبر ورکړ چی وړمه ورځ یو امریکایی مرین پوځي د هغو زخمونو له امله مړ سو چی لس ورځی مخکی په بادغیس ولایت کی طالبانو ژوبل کړی و . خو نور تفصیل یې ور نه کړ چی آیا هغه ماین زخمی کړی و که مرمۍ .
د یو بل خبر له مخی چی ناټو ورکړ ، یو بهرنی عسکر به افغانستان کی طالبانو ووژﺉ خو نه یې هویت ، نه یې د پیښی ځای او نه یې هم د وژل کېدو نېټه ښودلې او نه یې هم ویلی چی څنګه ووژل سو .
په دې سره د ناټو مجموعی تلفات ۱۶۹۱ ته ورسېدل چی د دې جملې څخه ۱۰۲۳ یې امریکایان دي .

Copyright Larawbar 2007-2024