طالبانو یو امریکایی افسر ووژﺉ

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 19th, 2010


د امریکا « ډېلي پریس » اخبار نن ولیکل چی پرون طالبانو په افغانستان کی یو امریکایی صاحب منصب ( اېډم لي براون ) په مخامخ جنګ کی وواژه ، خو د پیښی ځای یې و نه ښود . دغه ۳۶ کلن افسر د پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته په ۱۹۹۸ کی پوځ ته شامل سوی و . امریکایی پوځ د براون وژنه یوه لویه ضایعه وبلله . په دې سره د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۰۲۴ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024