په واشنګټن کی د جنګ پرضد لویه مظاهره وسوه
اسوشیټیډ پریس د واشنګتن څخه په خپل تازه خبر کی لیکی چی نن په واشنګتن او د امریکا په څو لویو ښارونو کی د عراق او افغانستان د جنګونو په خلاف لویی مظاهرې بازارونو ته راوتلي وې . په واشنګټن کی د سپینی ماڼۍ مخته په زرګونو خلک راوتلي وو چی د بارک اوباما پر ضد یې شعارونه ورکول او ویل یې چی هغه د وعدې خلاف د ګوانتانامو جېل و نه تړﺉ ، د عراق څخه یې پوځیان را و نه ایستل ، د خلکو بندي کول هماغسی جریان لری او د افغانستان جګړه یې نوره هم شدیده کړه . د مظاهرې جوړونکو وویل چی لس زرو کسو په دې مظاره کی برخه لرله .
پولیسو هغه مهال اته مظاهره چیان ونیول چی د سپینی ماڼۍ مخته یې تابوتونه کښېښوول او سپینی ماڼۍ ته یې په اشاره سره شعارونه ورکړل چی « هغه جنګی جنایت کار ونیسی » چی مطلب یې بارک اوباما و . مظاهره چیانو وروسته د واشنګټن په مختلفو واټونو کی مارش وکړ .
په دې مظاهره کی د امریکا ځینو مشهورو څیرو ( مثلأ پخواني لوی څارنوال رمزی کلارک او نورو هم ) برخه اخیستې وه چی د عراق او افغانستان د اشغال فوری پای ته رسول یې غوښتل .