کور / ترخې خبري / په پوهنه کي د پښتنو سره د مور او ميرې سلوک کيږي

په پوهنه کي د پښتنو سره د مور او ميرې سلوک کيږي

له کندهارڅخه ٣٦٤تنه خوله باميانونه ١٠٥٦ تنولوړوزده کړوته لارپيداکړې


پداسي حال کې چې لاهم په سويل کې دګڼوښوونځيودروازې دزده کونکوپرمخ تړل سوي ،دلوړوزده کړووزارت دهغوبرياليوزده کونکونوم لړخپورکړچې دلوړو اونيمه لوړوزده کړو موسساتوته يې لارپيداکړې .
سږکال په درست هيوادکې ٤٣ زره محصلين دکانکودازموينې پربنسټ يادوموسساتوته بريالي اعلان سوي
په برياليوکسانوکې له ټولوجنوبي ولاياتوڅخه څودګوتوپه شمېرزده کونکودلوړو اونيمه لوړوزده کړوموسساتوته لارپيداکړې .
اوپه هغوى کې هم يوشمېردخپلوټيټووړتياوله مخې دساتنمنى کورو سونوته بريالي سوي
سږکال له ټولي سويلي حوزې (کندهار.زابل ،اروزګان ،هلمند ) څخه ٧٢٧ تنوزده کونکوپه کانکورازموينه کې دبرياليتوب چانس خپل کړى
چې پکې ٣٦٤ تنه دکندهار ،٣٢ دزابل ،٣٠١ دهلمند او٣٠ د اروزگان ولايت څخه دي .
پداسي حال کې چې سږکال يوازي له باميانو (١٠٥٦) له بدخشان څخه (٢٣٠٥ )له جوزجان څخه (٩٤٢ ) له بلخ څخه (٣٠١١ )له غزني څخه (٢١٧٦ )چې زياتره يې ديوې والسوالۍ اوسېدونکې بلل کيږي ،له غورڅخه (٥٨٩) له فارياب څخه (٧٢٨ ) له بغلان څخه (١٩٠٣) له پروان څخه (١٢٢٤) له پنجشيرڅخه (٢٠٣ )له دايکندي څخه (٣٠٠ ) اوپه همدې شمېرله ځيني نورولايتونه هم .
ديادوشويوولايتونوڅخه په ګڼ شمېرکې زده کونکې دلوړو زده کړوډيرومهموڅانګوته بريالي سوي
چې پکې حقوق اوسياسي علوم ،شرعيات ،انجنيري ،طب ،کمپيوټرساينس اوځيني نوري پوهنځى يادولاى سوو.
پرهمدې حال دزابل دپوهنې رياست وايې چې له ١٨٠ ښوونځيوڅخه يې ٣٢ فعاله ،دکندهار د ٤٠٣ ښوونځيو څخه دا مهال ٢٣١ ښوونځي فعال دي اوپه اروزګان اوهلمندکې يې هم له همدې کراره حساب که .
په کندهارکې خويوازي څواونۍ مخکې د يوه ښوونځي دبياپرانيستل کېدوپرمهال دښوونځي مخې ته د ماين چاودنې د يوه ٧ کلن ماشوم دواړې پښې غوڅې کړې او دا نوى پرانېستل سوى ښوونځى بيرته تړلى پاتې سو.
دگڼ شمېرکتونکوپه باورچې که په سويل کې د زده کړوپه وړاندې پرتې ستونزې همداسي پاتې سي نوپه راتلونکوکلونوکې به له دغي سيمي څخه دلوړو زده کړوپه موسساتوکې دگډون برخه په نشت حساب سي .


Popal2002@yahoo.com

تبصره نسته

  1. داډیره دخواشنینۍ خبره ده، خو موږ باید له خپلو پښتنو ګیله وکړو چې زموږ په سیمو کې يي دجګړې اور بل کړی دی او ښوونځي يي تړلي دي او همداراز يي سوځوي. هرهغه څوک چې دپښتون په سیمه کې جګړې او ناارامۍ ته لمن وهي دپښتنو دوروسته پاتې والي او بربادۍ اصلي مسولین همدوې دي.

  2. سلامونه په نړی کی یو قوم هم نه غواړی چی پښتانه دی پرمخ لاړشی داسی نده چی دامکتبونه طالبان سوځی کاردپښتون دوښمن وکړی اووروسته یی پړه هم پرپښتانه وراړوی اوکه وګوروچی په کوم ځای کی غیرپښتانه موجود دی بس تعلیمی مرکزونه هم هلته تړل سوی محمدزمان،هوتک،کندهارسپین بولدک

  3. درنو لوستونكو اسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
    راحي جه به يوه شي باندي بوه شوه او اتفاق بري وكرو جه هغه داده جه هيخكله هم خبله غلطي او ناكامي به بل باندي مه ور اجوي نن جه به لورو زده كرو كشي دبشتنو عدد كم او دي هزاره كانو او تاجكانو جه تر برونه به يي دشار صفايي كولي او نن به بوهنتونو كشي ناست دي دا دهغيو هيمت او غيرت دي او زمونزه بشتنو بيغيرتي او بدبختي دي ايا به مونزه بشتونو كشي دومره خوك نشته جه طالب او يا بل دحكومت مخالف ته ووايي جه ولي زمونزه مكتبونه ورانيزي ولي زمونزه معلم او شاكر به يوه او بل نامه وزل كيزي ولي زمونزه سركونه خرابيزي ولي زمونزه كلينك او شفخانه ورانيزي ولي هغه خوك وزل كيزي جه دبشتنو به سيمه كشي كار كوي ولي بشتانه له تعليم او ترقي خخه لري ساتل كيز ي دا او داسي نور دير خه كول دي جه مونزه بشتانه يي بايد به خبل زور سره وكرو او دطالب او هر مخالف مخه بايد ونيسو كنه نور به هم خرابيزو
    به درناوي

  4. سلامونه !
    پوپل صاحب خداي دي وکړي چه جوړ او روغ به ياست خداي دي ژوندي لره . په ډيره خواشني سره ما هم ستاسو د ليکل سوي خبر په تائيد ماهم سږ کال د کندهار څخه امتحان ورکړي دي د شپي پوهنتون لپاره او سهار وختي مي د لوړو ذدکړو ويب سايټ خلاص کړي چه خپله پايله وګورم او نه مي کړه پيدا بيا مي د ښووني او روني رياست سره او بلاخره د لوړو ذدکړو د وزارت سره تماس ونيوي او راتي وويل چه هغه پايلي ندي اعلان سوي . نو وروسته مي د کندهار ، هلمند ، روزګان او ذابل ولايتونو د کانکور نتايج وکتل همداسي و لکه تاسو چه ارزيابي کړي وه ډير د خواشني مي احساس وکړي باور په خداي ولره چه دومره خفه سوم چه حد او اندازه يي نه کيدل. خو د ځان سره بلاخره و دي نتيجي ته ورسيدم چه ( اوبه د لوړه سره خړي دي ) ګناه د دي جنوبي ولايتونو د معصومو اوسيدونکو نده . خصوصا کندهار دي هري نګاه نه پداسي سيند لاهو دي چه يو خداي ښه پوهيږي .داغه کندهار وه چه د کانکور په نتايجو کښي به لومړي ، دوهم او دريم مقامونه د کندهاري ذده کوونکو وه . داغه کندهار وه چه د اتلانو مرکز وه . داغه کندهار وه چه د لوبو په ډګر کي ترهر ولايت مخکښي وه. داغه کندهار وه چه د غيرت ، عزت ، ناموس او بهادوري کيسي به په ټول هيواد لا څه کوي په ټوله نړي کښي ساري نه درلودي او وس فعلاً کندهار باندي ټاپه وهل سويده چه د تراهګرو مرکز دي ، کندهارهاريان بي علمه دي ، کندهاريان تر ټولو پس پاته دي او مخ پر خرابيدو دي ولي !!!!! د دي جواب د چا سره سته .
    دا چه کندهاريان پر خپل عزت ، غيرت ، ناموس او بهادوري وياړي او ني پلوري .
    دا چه کندهار د اتلانو ټاټوبي دي .
    دا چه کندهار او جنوبي ټول ولايتونه ټول مطلب ٩٩ % پښتانه دي .

    نو ولي داسي نه وايه چه مخامخ يو څه يم او تر شا مي څاه درته کيندلي دي . ښوونځي به خود جوړي سوي يي ظاهراَ مګر په باطن کښي د اول صنف د کتابونو پر مخ چي د تروريزم خلاف ، د ډيموکراسي په اړو معلومات ،د ستر خاين احمد شاه مسود عکسونه او داسي نو څه د عنوانونه په شکل ليکل سوي دي دا هغه څه دي چه زموږ تعليمي ډګر ته يي تاوان رسولي دي ځکه چي موږ پوهيږو چه زموږ په ولايتونو کښي ناامني ډيري دي خو هغه مخامخ تهديدول خو ندي پکار پداسي حال کښي چه اعلانونه هم کوي چه تراهګر دي زموږ سره سوله وکړي ته د خلګو زړه ورماتوي ، دوهم ډيموکراسي داسي يو بد لفظ دي د غربيانو لپاره خپله او چه حقيقت سر ښه خاطره هم نه ځيني لري نو بيا خو دا د اول صنف ذدهکوونکي دي دي په ډيموکراسي څه پوهيږي چه سترګي يي ورسپوخوي د دي کوچني والي څخه لا ، دريم سياست بايد د تعليم څخه ليري وي نو ته د احمد شاه بابا عکس نه چاپوي پر کتابو چه قهرمان وه او د يو خوني او خاين عکس احمد شاه مسود عکس پر چاپوي پداسي حال کښي چه د ده خپل دوستان ، انډيوالان په شرميږي او داهم درته معلومه ده چه دي پښتون وه خو د پښتنو ډير بد ځني کيږي په دي خاطر چه د داسي کار ونکړي چه د چا دي خوله په وچه سوي وي تاسو خپله خبر ياست په نورو کيسو باندي هم . څلورم زموز کتابونه د خداي په شپو کښي يه دري ليکل سويوي را وليږل سي ولي !!! الله دي خوار کړه و پښتنو ته دري کتابونه چا ليږلي وي منم يي چه دري هم زموږ ملي ژبه ده خو مورني ژبه مو نده هغه کتابونه په سټور کي پراته دي څوک يي نسته چي مطالعه يي کړي همدارنګه امتحانونه مو د بورسونو لپاره په دري ژبه اخستل کيږي اول خو بورسونه نه راځي چي راسي هغه داسي د خداي په غضب لړلي وي هم چانس د لاسه ورکړو او هم ناکامه سو لکه دا تير واري په کندهار کښي .
    تاسي پوهيږي چه که مخالف لوري مکتب ته ننوزي مکتب نه سوځي کتاب خانه سوځي چه په کتاب خانه کښي داسي کتابونه پراته دي لکه ماچي ذکر کړه . زه د ډيموکراسي مخالف نه يم بلکي دا وايم چه په نوذاد ، مرجه ، ديهراود ، شاه ولي کوټ او داسي نورو ولسواليو کښي موږ تاسي ته دا حقيقت معلوم دي چه د تيرو ٣ لسيزو راهيسي نوموړي ولسوالي لا څه کوي ښارونه مو هم د تعليم د نګاه څخه بي برخي وه ته ورځي او هلته ډيموکراسي تشريح کوي يا سياست کوي يا د تروريزم خلاف سبق کوچني ماشومانو ته تشريح کوي . خو د به مخالفين مکتب سوځي ، ماينونه به ايږدي او داسي نور کارونه چه د تعليم او مکتب خنډ ګرځي .

    خداي دي وکړي چه ستاسو وخت مو نه وي نيولي او راڅخه خفه سوي نه ياست د اخو د ښوونيز بحير دا حال دي نور نو څه کوي .ما خو د خپل زړه درد يو څو فيصده ويستي او وس هم شکر وکاږه چه ٧٢٧ تنو خو امتحان ورکړي پر کال داغه لانسته او بلاخره به يو هم نه وي يواځي به د کندهار نوم پاته وي بل هيڅ به نه وي زه خو خپله دومره مايوسه يم چه باور وکړه د ژونده مي زړه تور دي .
    په تبصره کښي د هر ډول قلم او کلام عفت د اشتبا په اړه معذرت غواړم .
    مننه
    حفيظ الله –کندهار

  5. ورونوتاسي لومړي دكندهاريانو دژوندي اوسيدلو فكر وكړي وروسته بيا تعليم اوتربيه وڅيړئ دا اوس مهال دكندهار ډيرخلك دروانو جنګي حالاتو اوبمونو دلاسه په عصبي او روحي ناروغيو اخته دي دوى سالم خلك نه بلل كيږي ځكه ددوى ډيركورونه دويراوغم په ټغرناست دي ددوى سره ددي فكر نسته چه اولاد څنګه وروزم ددوى سره دافكردى چه ځان او اولاد څنګه وژغورم او څرنګه يي په تن پټ اونس موړكړم . كندهاريان ددوو خروړو اوخونكارولعينانو اوفرعونيانو په منځ كي راګيردي يو يي دتروريست په نامه وژني بل يي دخارجي سره دهمكاري په تور پخپله دوى خارجيان ګڼي اومرګ يي ځآنته روابولي لكه يوسف احمدي دشداد او نمرود دډلي وياند چه دتيرو بمي بريدونو په ترڅ كي دشهيد سوو كندهاريانو په باب ويلي وو چه خارجيان مو دمنځه وړي دي . كندهاريان دغفلت په خوب بيده دي دوى راويښول غواړي دوى دروانو سازشونو ، دحكومتي مفسدو عناصرو اوچارواكو اود لعينو اومخ تورو طالبانو په وړاندي دمبارزي لپاره تيارول غواړي څو وكولاى سي دراتلونكي نسل امنيت ، ازادي او پرمختګ تضمين كړا ى سي.

  6. ورونوتاسي لومړي دكندهاريانو دژوندي اوسيدلو فكر وكړي وروسته بيا تعليم اوتربيه وڅيړئ دا اوس مهال دكندهار ډيرخلك دروانو جنګي حالاتو اوبمونو دلاسه په عصبي او روحي ناروغيو اخته دي دوى سالم خلك نه بلل كيږي ځكه ددوى ډيركورونه دويراوغم په ټغرناست دي ددوى سره ددي فكر نسته چه اولاد څنګه وروزم ددوى سره دافكردى چه ځان او اولاد څنګه وژغورم او څرنګه يي په تن پټ اونس موړكړم . كندهاريان ددوو خروړو اوخونكارولعينانو اوفرعونيانو په منځ كي راګيردي يو يي دتروريست په نامه وژني بل يي دخارجي سره دهمكاري په تور پخپله دوى خارجيان ګڼي اومرګ يي ځآنته روابولي لكه يوسف احمدي دشداد او نمرود دډلي وياند چه دتيرو بمي بريدونو په ترڅ كي دشهيد سوو كندهاريانو په باب ويلي وو چه خارجيان مو دمنځه وړي دي . كندهاريان دغفلت په خوب بيده دي دوى راويښول غواړي دوى دروانو سازشونو ، دحكومتي مفسدو عناصرو اوچارواكو اود لعينو اومخ تورو طالبانو په وړاندي دمبارزي لپاره تيارول غواړي څو وكولاى سي دراتلونكي نسل امنيت ، ازادي او پرمختګ تضمين كړا ى سي.

  7. Grano Pashtano staray mashay aw zma da zra da kumy mina aw muhabat wamany
    Zma weena pa josh pa dey na da che wali zmoong shayasta Kandahar qraz pa wraz kharabizi, zma zra pa dey swazi che zmong BEY GHAYRATA, BEY NAMOOSA, KHAYAN, GHARDAR, GHAL, AW AHMAQ Hamid Karzai che zan ta Pashtoon wayey pa Kabul ke nast dai aw da watan dushmanan ye pa zan ratool kari dey aw da Pashto pa makhtag kho prayzda balki pa zad kaar kawi. Aw hamdasi ye khpal KHAYAN, Ghal, Kachakbar, Beynamosa wror Ahmad Karzai pa Kandahar ke nast day aw hech dasi ahsas na larey che num aw noshan wa ayenda nasal ta preyzdi aw da Pashto aw khosasan da Kandaharyano khadmat wakri aw hagha karoona wakri laka pa tarikh che nooro zalmi aw qahramano pa Kandahar ke kawal. Za yuw zal bya wayam che to lanat di wi pa hagha cha che da khpal wror pa wina dollarona gati aw khpal watan kharchewi laka Hamid aw Ahmad aw dasi noor beghayrat Panjabi spi che zano ta Taliban waye. Talib mana shagard na yuw zalim aw ghadar che da insanono sarono prey kawi wali che hagha da watan khadmat kawi. k

    Khdaya che shwal hagha shkuli shkuli khlak
    zarawi me dagha spi da Dollar, bey ghayrata

  8. سلامونه! زمونږ ليکوالان ځيني ټيکي مبهم تيروي لکه چې په همدې راپور کښې وايي اکثره وګړي له يوې ولسوالۍ څخه دي. زه دا نه وايم رښتيا ندي، بلکه دي. خو بايد دا هم وويل شي چې هزاره ګان دي. واقعاَ هم چي همداسې ده. دا د نن ورځ کيسه نده که غور وکړئ له همدې څو کالونو چې امريکايان افغانستان ته راغلي د پښتنو په سيمو کښې اور بل دی، د طالب تر نامه لاندي يې جاهلين او لنډغر رامخته کړې او د پوهني او نور رڼا وژني. هغه پښتانه چې د پېښور يا مشرقي ولاياتو کښې يا هم هم نورو سيمو څخه ځانونه کانکور ته راځي، کال تر کال يي په اعلی پوهنځيو کښې کم جلبوي. چې دا دی مونږ او تاسو ټول شاهدان يو. داسي نده چې هزاره يا نور د فوق العاده استعداد خاوندان دي او پښتانه خره او غوبانه دي، بلکه خپله د يهودو او استعماري هيوادونو نقشې او پلانونه همداسي دي. لږکي پوهوي، هوښياروي، د هيواد په اساسي پوستونو کښې يې ځای پر ځای کوي. او بيا همدا لږکي د خپل پايښت لپاره د همدوی د پاتيدو لپاره هرڅه کوي او د هر امر تابع يې وي.

  9. سلامونه و ټولو وروڼو ته وړاندی کوم:
    ګرانه جمال الدین وروره ستا له تحلیل سره سل فیصده موافق یم خد ای د ژوندی لره خو فکر کوه چه له نظره د پنجاب خبر نسی بیا تا هم خدای نخواسته وژنی ځکه دوی خو په دی خواشینی کیژی چه ولی یو پښتون په دی خبرو پوهیږی.
    رښتیا هم د ا صل په ننی جهان کی د یوه سیاسی فورمول حیثیت لری چه واړه قومونه قدرت ته رسول کیږی داځکه واړه قومونه دغلامی هر ډول فرمانونو ته آماده باش ولاړ دی چه له دی فورموله روسانو هم او اوس امریکایان په زیاته توګه ګټه اخلی ځکه دا امریکایان دی چه دی طالب په نامه پروژه یی په پښتون میشتو سیمو کی په کار اچولی ده او پښتون بیچاره ولس پخپله د طالبی پروژی په واسطه نابودوی. البته په دی پروژه کی د امریکایانو ډیری ګټی دی چه له هغو څخه یو یی په سیمه کی نظامی حضور،د سیمی په اقتصادی منابعو کنترول او نور اونور.
    را به شم اصلی موضوع ته رښتیا هم که وضعیت په دی منوال په مخ ځی نو پښتون ولس به په علمی ډګر کی نابودیږی او بیا به نودنورو لږکیانو مزدوران یو او دا لږکیان له موجوده وضعیت څخه د خپلی علمی ثروت د زیاتیدو لپاره اعظمی ګټه پورته کوی.
    زما په نظر د پښتون ولس د بی علمه کولو تر ټولو ستر لامل دا جاهل طالبان دی چه ددوی عقلانیت د یوسف احمدی له خبرو معلومیږی چه په دی وروستیو کی یی په کندهار کی بی ګنا ه خلګ ووژل او بیا یی په ډیره بی شرمی وویل چه د ا و مکرسټل ته جواب وو.
    طالبان کله وایی چه مونږ د مکتب دښمنان نه یو، کله وایی حتی مو نږ له مکتب سره کمک کوو. کله څه وایی کله څه وایی؟ اصلآ ددوی ددی څپ څپانده سیاست څخه چه دمکتبو په وړاندی یی لری ددوی منافقت معلومیږی.ددی ستر خاین مسعود د عکسو یادونه هم ځینو وروڼوکړیده رښتیا هم باید دا عکسونه د ښوونځی په دی پاکو کتابو نه وای خو مونږاو تاسو باید له تدبیره کاره واخلو ددی خاین د عکس په خاطر باید ټول ښوونځی و نه سوځول شی.دا داسی مثال لری لکه څوک چه په عسلو کی زهر واچوی نومونږ باید زهر ځینی لیری کړو او له عسلو استفاده وکړو.
    د ډیری خواشینی ځای ده چه طالبانو دغه اوس اوس په ډیرو پښتنی سیمو کی په خپلو جلادی فرمانو ښوونځی بند کړیدی. چه له هغو څخه د غزنی ولایت د اندړو ولسوالی،د قره باغ ولسوالی د پښتنی سیمو مکتبونه په استثنا د مرکز له مکتبه، د مقر ولسوالی لیسه چه دی لیسی به هر کال له لسو تر پنځلسو فارغین ورکول خو سږکال یی هیڅ فارغ نه درلود،همدارنګه د ګیلان ولسوالی چه یوه پښتنی ولسوالی ده ټول مکتبونه یی طالبانو بند کړیدی.همدارنګه په ټول زابل ولایت کی یواځی او یواځی د قلات د ښآر لیسه فعاله ده او نور په ټول زابل کی هیڅ یوه لیسه نشته.دا په داسی حال کی دی چه دجاغورو ولسوالی چه یوه هزاره میشته ولسوالی ده او له ګیلان سره سرحد لری په دی ولسوالی کی تنها ۲۸ لیسی فعالی دی او دارالمعلمین هم لری.
    همدارنګه د پکتیکا ولایت د پوهنی بهیر سخت ټکنی ده. ښه نو په داسی حالاتو کی به پښتانه څنګه له لږکیانو سره علمی رقابت وکړی پښتانه خو خپل پښتانه د آي ایس آی په چاړه حلالوی.
    نو لکه څرنګه چه نورو وروڼو ژور تآسف ښوودلی وو زه هم ډیرمتآسف یم او دا ډیره یوه حیاتی او مهمه موضوع ده خدای ج د په دی بیوزلو پښتنو رحم وکړی خدای ج د دا ټول دښمنان ورک کړی.له ما خو ددی بحران د حل لاره ورکه ده نو له ټولو وروڼو څخه دا خواهش کوم که کومه مناسبه د حل طرحه ولری لطفا ددی سایټ اونورو لارو څخه له ټولو پښتنو وروڼو سره شریکه کړی ترڅو له دی مهلک مرض څخه پښتون ولس نجات ومومی.
    مننه.

  10. دا ټوله زمونږ د (چ) ولسمشر نه یوازې بې خبري ده بلکې نا انصافي هم کوي…………… زما خو پرې شک راځي چی ګواکې دی په خپله شیعه نه وي چی دومره یې هزارګانو ته پام اړولی او د دې وطن اصلی بچیان یې هیر کړی دی……….

    ډېر د خپګان ځای دی چی له ټول کندهار څخه 364 او بیا د مرده شویانو او یهودو خوریانو(بامیانو ) څخه 1056 زده کونکي کابل پوهنځیو ته لاره موندلې ده. ……. بس مونږ به نور څه وکړو ……. دا خو ټوله د یوه بریطانیوي جنرال مشوره وه چی اقلیت پر اکثریت حاکم کړي ……… اوس نو نه یوازې پر مونږ حاکم دی بلکې زمونږ ریښې هم غوڅوي………… په دې هېواد کې ډېرې نورې لوبې هم روانې دی…………. الله پاک دې پر مونږ ټولو پښتانو خیر وکړي.

  11. وه محترم داؤد کابل والاته ده مینی ډک سلامونه:
    وروره هیکه لرم چی خپل شک ده ګوداګی کرزی پربرابریقین کی چی ضروری شیعه یا یهودی الاصل یا خارج ده بشریت څخه دی:څنګه چی دااعمال خونه ده وطن پاله اونه ده اسلام اونه ده یوه ادنامذهبی دی: که په غورورته ځیرسونوده څیړینی ضرورت یه هیڅ غیرتمنداومسلمان افغانی ته نشته:

  12. افغانانو خدايتعالی ته پناه وروړئ

    د ( په پوهنه کي د پښتنو سره د مور او ميرې سلوک کيږي ) تر مطلب لاندې تبصرو له لوستلو وروسته مې وپتېيله چې افغاني وروڼه له يوې موضوع نه خبر کړم. او هغه دا چې دا غربي استعمارچيان ټول کارونه کوي، او د افغانانو سترګي په خپلو خاينو رهبرانو لګي. او د پردې تر شا استعماري لاسونو ته يې ورپام هم نه وي.

    ګرانو هيوادوالو! سلامونه مې ومنئ!
    افغانانو، مخصوصاً پښتنو عجب خلک ياست. تاسو ټول يا کرزی ملامتوۍ، يا دوستم، يا طالب، یا فهيم، يا عبدالله يا همداسې نور *** . .
    وروڼو ولې فکر نه کوئ، چې د دوی تر شا څوک ولاړ دي. چا ورته واک ورکړی او چاورته حکومت سپارلی؟ د امريکا له اجازې پرته په والله چې که يوه هفته يو يې هم په خپل ځای پاته شي. کله يې هم چې امر، ونه منې په هماغه اونۍ يې يا په مختلفو نومونو وژني، يا يې له دندي لري کوي. وروڼو تاسو نه پوهېږۍ چې له کرزي رانيولې بيا تر فهيم او هر چا پورې بې ادبي د معافه وي د امريکايانو له اجازې پرته تشناب ته د تللو اجازه هم نلري. تاسو نه ګورۍ چې په افغانستان کې برېښنا نشته خو لوڅ او بربنډ، فلمونه او سندريز او د ټنګ او ټکور او د ځوانانو د عياشۍ لپاره تلوېزوني چېنلونه، سېنما ګاني او انټرنيټ چالان دی. ولې فکر نه کوئ آيا کرزی يا بل څوک دا واک لرې چې د خپلې خوښې کارونه وکړي؟ نه هېڅکله هم نه! ګرد کارونه دا استعمارچيان کوي، څو د ملکونو سرمايې وخورې او د تل لپاره ملتونه خپل غلامان وګرځوي. په دا ۳۰ کاله کښې مو دا هم نکړل زده؟

    آيا تاسو نه ګورئ، يا مو له چا ندي اورېدلي چې امريکايان په ډېرو مواردو کښې له طالبانو سره د هر ډول مهماتو، خوراک، څښاک او وسلو مرستي کوې، او همدا جبري جهاد يې د پښتنو په سيمو کښې روان کړی؟ آيا جهاد همداسي وي. آيا له کفارو سره د جنګ لپاره ظاهري انډول په کار نه وي؟ آيا د يوه کافر د وژل کېدو په سر سل مسلمانان مري؟ آيا پيغمبر (ص) همداسې ړوند جهاد کاوه؟ آيا هغه د کفارو سره د جنګ لپاره يوه ظاهري مقايسوي تياري نه نيوله؟ آيا په تش لاس يې په غزاوو کښې برخه اخيسته؟ آيا د يوه کافر د وژلو يا اصلاح لپاره يې په سلهاوو اصحاب مرګ ته ورکول؟ د پورته ټولو پښتنو ځواب نه دی، که څوک ځانونه وغواړي چې پوی کړي. آيا د استعمارچيانو د دغې تخنيک په مقابل کښې له توپک او ماين څخه استفاده کول په تش لاس جهاد کول ندي؟ آيا پيغمبر (ص) ۱۳ کاله په مکه معظمه کښې په څه ډول تېر کړل؟ آيا له لومړئ ورځې يې له کفارو سره جنګ ته ملا وتړله؟ که پوهېده چې مسلمانان ضعيفه دي او که په جنګ لاس پورې کړي خپل ځانونه له منځه وړي. څومره سياسي لاري او چاري يې له قريشو سره وکړې؟ آيا د فشارونو په نتيجه کښې يې اصحاب حبشې ته و نه لېږل؟ داسې يې ولې وکړل؟ د دې لپاره چې دمسلمانانو سر او مال خوندي کړي. نه دا چې پلار يې مړ شي اولادونه يتيمان او مېندي بوري کړې، او بيا يې څوک دساتلو نه وي. آيا مدينې ته له تګ وروسته يې له لومړۍ ورځې د هماغه ځای له مېشتو خلکو سره جهاد پيل کړ؟ آيا په لومړي کال يې بېرته په مکه يرغل وکړ؟ نه حتی د جهاد حکم د هجرت په دوهم کال کښې نازل شو. آيا الله تعالی نشوای کولای د جهاد امر يې په مکه کښې کړی وای؟ کولای يې شوایږ خو ويې نکړل. څو مونږ زده کړو، چې زور او ځواک ونلرې، نو په حکمت سره مالي او ژبني او علمي جهاد وکړئ. نه داچې بې هدفه جنګ ته ملا وتړئ، او ځانونه هلاک کړئ، او ولس خوار او زار. آيا د طالبانو تر شا واقعي، سپېڅلي او رښتيني صادق مسلمانان ولاړ دي. او که ټولو ته څرګند په پاکستان پورې تړلي رهبران. چې د آی ايس آی او سي آی اې تر امر لاندې په ناخبره توګه فعاليت کوي. آيا په لسهاوو ځله مود کابل له تلويزونو څخه وا نه ورېدل چې په شمالي پښتون مېشتو سيمو کښې د ايساف چورلکي طالبان ښکته کوي؟ نو بيا ولې غور نه کوئ؟ څه وخت به را وېښېږئ؟ که امريکايان وغواړې په والله چې په ۳ مياشتو کښې د پاکستان او ايران لاسونه له افغانستانه ور لنډ کړې. پخپله امريکايان نه غواړې، انګليس نه غواړې. صحيح ده چې امريکا له پاکستان سره هم چنه وهي ځکه چې خپل سياسي اهداف لرې، خو امريکايان پدې هم خوښ دي چې د پاکستان له لارې پښتني مېشتو سيمو ته طالبان راشي، او پښتانه له هر ډول تعليم او تهذيب څخه لرې وساتي.

    زه نه وايم ټول طالبان بد دي. په زرهاوو مخلص او ساده افغانان يې په ليکو کې ځای لري، خو واک او اختيار يې يا د پاکستاني يا هم امريکايي اېجنټانو په لاس کښې دی، او هره مياشت په سلهاوو او زرهاوو همدا بېګناه او بېچاره طالبان بې له کوم هدفه وژل کېږي.

    تاسو نه وينئ له يوې خوا د طالب تر نامه لاندې زړه ور افغانان وژل کېږي، او له بلې خوا د ملي اردو تر نامه لاندې تنکي افغاني ځوانان وژل کېږي. بهرني عسکر که په اونۍ کښې ۲ يا ۳ يا ۵ تنه مړه شي، غالمغال يې جوړ شي. او زمونږ او ستاسو له رسنيو رانيولې بيا تر غربي رسنيو پورې، هر يو وايي يو امريکايی مړ شو، يا يوه ټانک په بم والوت…

    وروڼو راشئ غوږ شئ، راوېښ شئ هوښيار شئ. تاسو نه ګورئ د طالبانو له سقوط ورسته چې دغو غربيانو يو لاسپوڅی حکومت جوړ کړ، آيا له هماغې ورځې راهيسې مطلقه دفتري ژبه دري نشوه، آيا د طالبانو په وخت کې هم يوې ډلې او قوم په ټولو دولتي ادارو کښې رسوخ لاره؟ زه د درې ياپښتو طرفداری نه کوم،زما هدف په بل ځای کښې دی. تاسو نه ګورئ چې له کومه هم دغه ۹ کاله چې امريکايان راغلي پښتانه چغي نه وهې چې مونږ په خپله ژبه زده کړه غواړو. آيا دا کوم طاقت دی، دا د چا زور دی چې دې کار ته يې نه پرېږدي؟ وروڼو نه د فهيم له زوره پوره دي نه هم شمالي ټلواله يا کرزی دومره پياوړي دي چې د ولس حق ورنکړي. په کرزي يې څه، هغه که پښتنو ته خدمت وکړي د لس دورو لپاره به هم رئيس جمهور شي. پخپله امريکايان پدې خوښ دي چې بايد داسې ونشي، او پښتانه بايد جاهل او خره وروزل شي. لکه چې په پاکستان کښې يې هم پښتنو ته د قبايلو نوم ورکړئ، جګي جګي شملې يې وهلي وي او ټوپکي يې په غاړو وي او ځانونه غيرتيان بولې، او تر همدې نامه لاندې له هر ډول تعليم، تحصيل، تخنيک او پرمختګ نه پاته شول. عين ډرامه د افغانستان له پښتنو سره روانه ده، اما په ډېره لوړه کچه.

    امريکايي او انګلېسي استعمارچيانو پخپله په پښتنو کښې په لسهاوو زره مستخدمين استخدام کړې چې نه غواړي پښتو يا پښتنو ته علمي يا هم هر ډول تخنيکي کار وشي. او يو نفر چې په افغانستان کښې وغواړې چې واقعي خدمت وکړي، که پښتون وي يا تاجک ياهزاره، کار ته نه پرېښودل کېږي، او مخه يې نيول کېږي. يا له وطنه فرار يا تر مرګه رسېږي. پدې هغه څوک پوهېږي چې ليدلې يې دي.

    وروڼو تاسو نه ګورئ د پښتنو په سيمو کښې ترياک دي چې کرل کېږي. له يوې خوا ناپوهې، له بلې خوا همدا په زوره تپل شوی جهاد او له بلې خوا هم همدا چرس او ترياک دي، چې دپښتنو نوغې يې پرې و ایستلې. تاسو نه ګورئ چېرته چې امريکايي او انګلېسې عسکر دي هلته ترياک کرل کېږي. او په همدې ۹ کاله کښې يې هېڅکله هم له منځه نه يوړل. آيا تاسو نه پوهېږئ پرته لدې چې په همدې مخدره موادو افغاني ځوانان معتادوي، دوی يې خپلو هيوادونو ته د الوتکو له لارې هم انتقالوي. آيا دا دروغ دي؟ آيا هېڅکله موهم ندي اورېدلي؟ ولې نه، خو څوک ځانونه پوی کړي.

    د پای ټکی دا چې، که واقعيت ووايم پخپله الله سبحانه و تعالی له افغانانو مخصوصاً له پښتنو ناراضه دی. او دا مونږ يو چې په ځان يې هم نه راوړو. ښه وينو څه ظلمونه او نارواوي نشته چې په مونږ پښتنو کښې رواج نلري. تشريح ته يې ضرورت نشته. پرته لدې چې که مو د درد او غم له مخې الله تعالی ته ورمخه کړې وي، مونږ پښتنو هېڅکله هم خدايتعالی ته شکايت ونکړ، او له هغه مومرسته و نه غوښته، او که رښتيا ووايم دا فکر هم نه کوو، چې الله تعالی کولای شې زمونږ ټول مشکلات حل کړي.او هغه يواځينی زبرځواک، پادشاه او مالک کل دی. د ده د ارادې په وړاندي دهېچا اراده هم نه چلېږي. که باد يا باران ته هم امر وکړي امريکايان به تر توبې ورولي. ولې د خندق په غزا کښې يې له محمد صلی الله عليه وسلم سره مرسته ونکړه؟ ولې د بدر او د حنين په غزاوو کښې يې د مسلمانانو غيبي مرسته ونکړه؟ خو دا مونږ يو چې په خدايتعالی مو هم د يوه کمزوري ذات فکر کړی. کله وايو امريکايان به مو وطن ګل او ګلزار کړي، ځيني وايو ايران به داسې او داسې وکړي او ځينې څه…. کله وايو والله همدا طالبان دي چې د اسلام دين به را ژوندی کوي، او هيواد او ولس ته به سوله او نېکمرغي راوړي. کله وايو پلانکی ښه سړی دی او کله پلانکی، کله مو ګلبدين حکمتيار ته سترګي په لار وی، کله ملا عمر ته، کله کرزي ته او کله اشرف غني ته… او هېڅلکه نه ګورو چې دغو رهبرانو څه وکړل او څه يې له وسه نه کېدل چې ونکړل. آيا د روس له وتلو وروسته افغانستان بل چې وران کړ، که همدغو رهبرانو چې نومونه يې پورته ذکر شول. هېڅ داسې نه وايو چې اې خدايه پاکه ته په مونږ رحم وکړې، پرده مو وکړې، او که ته په مونږ رحم ونکړي او زمونږ له ګناوو او بدو ګمانونو څخه راتېر نشې، نو مونږ به داسې په زيان کښې يو لکه چې دا يو. تاسو نه ګورئ په هرچامو چې د خير او ښېګڼي ګمان وکړ، د دين د سپکاوي سبب شواو د ولس او وطن دښمنان او غله وګرځېدل.
    ښه وينو چې دغو رهبرانو واک ته د رسېدلو لپاره په وار وار داسې څه وکړل چې له وسه يې کېدل. تاسو نه ياست خبر چې د هر يوه رهبر په مليوناوو ډالره پانګي په بهرنيو بانکونوکښې ذخيره دي. خو بيا مو هم شيطان د زړه سترګي راتړلي او را نه هېر کړي يې دي. او وايو چې که خدای کول همدی به د دين او ولس اتل او قهرمان وګرځي. فکر وکړئ، آيا څښتن تعالی (ج) دومره ضعيفه او بېڅه دی، چې داسې وحشي او ظالم رهبرانو ته به دا افتخار ورکوي، چې په افغانستان کښې دقانونيت او عدالت او اسلامي شريعت په لور مثبت بدلون راولې! نه هېڅلکه نه! دا زمونږ ګمان دی او حقيقت دادی تر هغو چې په افغانستان کښې واقعي خدايي سړی پيدا نشې خدايکه يو څه هم سم شي، لکه چې دا وينو يې هر څه سرچپه کېږي. ځيني وروڼه به وايي داسې سړی به څوک وي، او مونږ يې ولې نه پېږنو. رښتيا وايي، کله چې د بندګانو له وسه کار پورته شې بيا نو خدايتعالی همداسې معجزه ډوله کارونه کوي. تاسو نه ياست خبر، يهودو علماوو، يا د قريشو سردارانو ولې رسول صلی الله علیه وسلم نه مانه! هغوی به ويل چې آيا خدايتعالی همدا ته غريب لېدلی وې چې پيغمبر يې کړې، بل څوک نه وو؟ يعنې دوی داسې اټکل کاوه چې ولې خدايتعالی د عربو يو سردار، يا د يهودو له سترو علماوو څخه يو تن پيغمبر نکړ؟ او دا يتيم او غريب يې خپل پيغمبر ګرځولی. فرعون او کابينې يې هم په موسی عليه السلام همدا ملنډي وهلې، چې خدايپاک بل څوک نه وو ليدلی چې ته نيم ژبی شپون يې پيغمبر کړې؟ نو وروڼو تل هغه څه کېږي چې ستر ځواک او د ټولې ارادې خاوند الله سبحانه وتعالی يې غواړې. هغه ته وژاړئ، او له هغه د هر حاجت روا وغواړئ. په نومونو او ډالرو پسې مه ځئ. او ځانونه راټيټ کړئ، الله تعالی ته وژاړئ، ورته وواياست چې ته مو نور له دغې امتحانه او بلا خلاص وګرځوې؟ آيا موسی (ع) او دهغه قوم يې له فرعونه خلاص نکړل؟ آيا د نوح (ع) په يوه دعا يې کافران په اوبو کښې ډوب نکړل. خدايتعالی نه ګورې، چې ته څومره زور لرې او ستا دښمن څومره ځواکمن دی. هغه اخلاص او سوز او درد ته ګوري. ولې نه ګورئ هغه ذات (څښتن تعالی) زمونږ يتيم او امي پيغمبر او د هغه نا لوستو اصحابو ته په همدې دنيا کښې څومره عزت ور په برخه کړ، چې د نامه له اورېدلو سره يې هر مسلمان صلی الله عليه وسلم او رضی الله عنه وايي. الله سبحانه وتعالی تل د مظلومانو ننګه کړې. او چې مظلومان يې ځينې وغواړې هغومره يې ژر مرسته کوې. د الله سبحانه وتعالی اراده کله کله د بنده ګانو په خوښه پورې هم اړه لري. لکه چې الله تعالی فرمايي چې هغوی (الله تعالی) د يوه ملت او ولس په برخليک کې تغير نه راولې تر هغې چې ولس په خپل ځان کښې تغير رانه ولي. نو وروڼو، ګردو مسلمانانو مخصوصاً کړېلدې افغانانو ته يواځينۍ هيله او د تېښتي لار د الله سبحانه وتعالی درګاه ته پناه وړل او له هغه غوښتل دي او بس.

    نور په نومونو پسې مه ځئ، او له دغو جوړ شويو رهبرانو څخه الله تعالی ته پناه وغواړئ څو مو مرسته وکړې. که تاسو وایې ګلبدين، يا فهيم، يا کرزی، يا امريکا يا بل به مو حال او احوال ښه کړي. نو په والله که مو هېڅ هم ښه شي. او همداسي به وي تر څو خدايتعالی څه وکړي.

    فاعتبروا يا اولی الابصار. و ايضا يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ

  13. حکمت الله توپخانی والا:
    تاخوترډیره پوری پرځای خبری وکړی چی هریوقندهاری ده خپل ده ساتنی اواسلام پالنی احساس ور سره دی :خوتاخپل وه ډیرومشکلاتوته په صراحت سره اشاره وکړه چی هغه ستاده کورده غړومخنیوی سوی چی وه هوائی ډګرته نسی تلای اوده تعیین سوی منصب تنخالاسته نسی راوړای :هم دومره ستالپاره بس دی څنګه چی ده چی ده غرب په عصری ژوندښه پوه ئی:

  14. سلامونه:
    ګرانه جاهده وروره ستاسو له تحلیل سره نه یواځی زه بلکه ټول افغانان به سل په سله کی موافق وی.
    تاسو د مشکلاتو اصلی جرړو ته اشاره کړی وه چه رښتیا هم د مشکلاتو اصلی مزی د خارجیانو په لاس کی دی خو موږ هم پوهیږو خو خبره داده چه مونږهم د زړه بړاس باسو او دوهم کرکټرونه یعنی دغه جعلی څیری لکه فهیم،ډبل عبدالله،دوستم،خلیلی،محقق،سیاف،ربانی،کرزی،ملاعمر اوپه داسی نوروزړه تشوو.
    رښتیا هم دوی یوهم خپلواک ندی اوټول دخارجیانو په خدمت کی دی او وطن خرابوی.
    نو ستا له تحلیله یو جهان مننه رښتیا هم ملت له دی فاجعی د خلاصیدو بله هیڅ لاره نلری یواځی اویواځی باید خپل عظیم خدایج ته رجوع وکړی اوخدای ج مهربانه ذات ده انشآالله له دی لویه مشکله به خلاص شو.

  15. salam afghana wrora da khbar sahih da chi pa pashtano simo ki amniat nashta
    kho os kho da wardak amniat sha di wali chi mikhki ba kabul ki lwari pohanzi da aksar pashtano way ka hagh wardak wao ka qandahari ya jalal abadi kho da 2 kal dir sakht swalona da pashtano simo ta razi
    ma ham tir kal da kankor azmoyana pa kabul ki warka zma intikhab pa pashto zaba wa o di mata da farsai parcha raka chi warta wa mi wail doe wil pashto parcha nashta no wali inthikhab warkv no 1 sok 11 kala pashto dars wawaye no pa farsi ba sa poshi chi pa sawal ki sa ghwari hila laram chi wazarat marif ham khpali ghalti islah kri o da ostazano rawya badala kri da afghanistan di par makhtag pa hila