کور / تازه خبرونه / طالبان د دوو پوليسو د وژلو ادعا کوي

طالبان د دوو پوليسو د وژلو ادعا کوي

 


طالب وياند وايي چي ددوی پلويانو د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ د يخچال په سيمه کي د يوه کمين په ترڅ کي دوه پوليس وژلي  او اته تنه نور ژوبل کړي دي . نوموړي د هغه ځانمرګي بريد مسوليت هم ومانه چي نن سهار د کابل په تايمني سيمه کي ترسره سو .


د يادوني وړ ده چي تر اوسه پوري کومي ډلي په هلمند کي د مسجدجامع په دننه کي د ځانمرګي بريد پړه پرغاړه نه ده اخستې .