کور / راپور / جاويد لودين په ډنمارک کي له افغانانو سره وليدل

جاويد لودين په ډنمارک کي له افغانانو سره وليدل

ښاغلي جاوېد لودین په ډنمارک کې له یو شمېر افغانانو سره ولیدل



په ناروې  او ټولو نورو سکندناوي هېوادو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر او فوق العاده استازي ښاغلي جاوېد لودین  پرون د جنوري د میاشتې د دېرشمې نېټې د مازیګر د پڼخو بجو په شا او خوا  کې  په ډنمارک کې د یوشمېر افغانانو او د هغوي د یو شمېر  فرهنګي او کلتوري نهادونو له استازو سره ولېدل .



زموږ خبریال رپوټ راکوي چې  په لومړي سر کې ددغې غونډې مخکښ ښاغلي عرب شاه چمتو د یوې لنډې وینا په ترڅ کې  ښاغلي سفیر ته ښه راغلاست ووایه او حاضرینو ته یې ددغې غونډې د ارزښت له امله لنډې څرګندونې وکړې . ورپسې افغاني لیکوال او ژورنالیست ښاغلي یوسف هېواددوست  دهغو ټولو افغانانو نېکې هیلې  ښاغلي سفیر ته ورسولې چې دغې غونډې ته  په راتګ بریالي نه شول .ښاغلي هېواددوست وویل (( د افغانستان خبرې به همالته خپل دولت او خپلو هېواد مېشته  افغانانو  ته پرېږدو ، موږ دلته په بهر کې له خپلو سفیرانو هیله لرو چې  له موږ افغاني کډوالو سره مرسته وکړي چې خپل بچیان په اسلامي او افغاني روحیه ورزو،دا یوه ستونزمنه کلتوري مسُله ده ، او افغاني سفارتونه د دیپلوماتیکو څانګو تر څنګ په اصل کې  د افغانستان کلتوري  مرکزونه هم دي …..)).



خبر زیاتوي چې ورپسې افغاني کډوال ښاغلي افغاني د لنډو څرګندونو په ترڅ کې وویل چې د کابل د هزاره مېشتو سیمو هزاره ورونه برېښنا  نه لري او دولت باید دغه اړتیا رفع کړي . له هغه وروسته  ښاغلي ډاکټر زماني د خپلو خبرو په ترڅ کې  له افغاني مهاجرو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت نږدې اړیکې ضروري وګڼلې او دا یې مهمه وګڼله چې له همدغو مهجرو تکړه متخصصین غوره او په هېواد کې په کارونو وګمارل شي .بل ونا وال  د پشتو ژبې ښه شاعر ښاغلی صدیق ننګ و ، هغه وویل (( دولت باید د فساد مخه ونیسي او فساد دننه په دولت کې دی ،که اوسنی وخت د خلک دموکراتیک ګوند له دوران سره پرتله کړو نو  د هغې دورې هېڅ عالي رتبه مامور نه کوم کور لري او نه کومه شتمني .د هرې دورې ناوړه کارونه باید تکرار نه شي او له هرې ښېګڼې څخه یې الهام واخیستل شي .)) بیا د خبرو وار همبستګۍ د نهاد استازي  ښاغلي فرهاد ته ورسېد .نوموړي د نورو خبرو تر څنګ  په ډنمارک کې د افغانستان د سفارت د قونسلګرۍ پرانیستل ډېر اړین وګڼل .



خبر زیاتوي چې وروسته بیا ښاغلي ډاکټر اسد څرګنده کړه چې باید سفارت د خپلو فرهنګي چارو کړۍ پراخه کړي . د غونډې په بله برخه کې  آغلې مدینې نورستانپ پرماچ د خبرو رشته په لاس کې واخیسته او دا یې څرګنده کړه چې سفارت باد د ډنمارکي پانګه والو پام دې ته راواړوي چې په افغانستان کې  خپله سرمایه په کار واچوي .ورپسې  ښاغلي  انجینر یارګل امیري د یوې لنډې وینا په ترڅ کې  له ښاغلي سفیر څخه وغوښتل چې ددې ځای د زیاتو افغانانو دا هیله ولسمشر ښاغلي کرزي ته ورسوي چې په مزارشریف کې بندي شوی ژورنالیست چې د اعدام حکم پرې صادر شوی وبښي او په دې توګه  د یوې بلې  سزا په ورکولو سره   هغه ته د ژوند یو بل چانس ورکړل شي . د غونډې بله وینا تکړه ولسي شاعر  او پخواني جهادي قومندان  ښاغلي عرب  بیانخېل وکړه .هغه وویل : د افغانستان چارواکي باید ال قایده او طالبان سره بېل کړي .طالبان زموږ افغانان دي ، خو ال قایده هغه پردي عناصر دي چې په پردیو موخو زموږ وطن ورانوي .لازمه ده چې له ټولو افغاني خواوو سره روغه جوړه وشي . په محفل کې یو بل افغاني مهاجر  ښاغلي سکندري هم وینا وکړه  او دا یې څرګنده کړه چې نور نو ددې وخت رارسېدلی چې ټول یو بل ته لاس ورکړو  او په ګډه خپل وطن ودان کړو .



زموږ خبریال د کوپنهاګن له ښار نه رپوټ راکوي چې ددغو ویناوالو د خبرو پای کې  لوی سفیر ښاغلي جاوېد لودین د یوې لنډې وینا په ترڅ کې  له دغې غونډې څخه خپل رضایت څرګند کړ او ددغه شان لیدنو کتنو لړۍ به ژوندی ساتي  او وخت ناوخت به د چارو په سمون کې  یو له بل سره دوستانه سلا مشورې کوي .ښاغلي لودین وویل :   ((  افغانستان وروسته له یوې ډېرې کړکېچنې مرحلې ، دا دی د نوی او سوکاله ژوند پر خوا د حرکت تکل کړی .نړېواله ټولنه او افغان میړني ولسونه په ګډه د افغانستان د بیا آبادولو لپاره مټې رانغښتي ، او دا یو  یو ښه او مناسب چانس دی . موږ ټول باید له دغو غوره امکاناتو څخه د بسیا او هوسا افغانستان لپاره ګټه واخلو .تاسو د افغانستان  کادرونه او متخصصین یاست ، هېواد تاسو ته اړتیا لري او د ودانۍ دا خښتې به په ګډه سره ږدو.



 د لته په سکندناوي  هېوادو کې د افغاني  نا قبول شویو کډوالو د ستونزو د پای ته رسولو لپاره به خپلې هڅې جاري وساتو او که ممکنه وه په ډنمارک به د قونسلګرۍ مسُله هم په ښه شان حل شي  ….))
خبریال زیاتوي چې غونډه  له ښاغلي سفیر سره د یادګاري عکسونو په اخیستو او یو له بل سره د معرفت په روغ بړ   پای ته ورسېده .



د خپلواکۍ فرهنګي مرکز  -ډنمارک  


عکسونه د تخنيکي ستونزو له کبله وروسته پرليکه کيږي


زموږ معذرت ومنئ