کور / سياسي / د افغانستان په تيرو جګړو کې د امريکې معاشخوران

د افغانستان په تيرو جګړو کې د امريکې معاشخوران

لاندنۍ تبصره د لراوبر ويبپاڼي همکار ( يما ) د راډيووي پروګرام له مخي ليکلی دی ، که مطلب په ږغ کي اورئ نو دا ځای کليک کړئ .

 

د امريکا ږغ، د مطبوعاتو تبصرو په لړ کې داسي ويل کيږي  :

 

تېره هفته په افغانستان کې د متحده ايالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې يا سي آی اې د هغوفعاليتونو په باره کې د ځينو ورځپاڼو يو څو خبري را واخيستې چې دافغان  ــ  شوروي د جګړې د اوايلو نه را دېخوا ته يې طی کړي دي . دادی نن بيا په همدې ارتباط د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼو د يکشنبې ( ۲۷ جنوري ۲۰۰۸ ) د ګڼې  نه ځيني ټکي را اخلو .

 

 په واشنګټن پوست کې په هغه کتاب باندي  يوه  تبصره ليکل شوېده چې د همدې و رځپاڼي يوه تکړه ليکوال سټيف کهول  ليکلې او موږ ته يې تېره هفته يادونه وکړه .

دواشنګټن پوسټ په ورځپاڼه کې راغلي دي چې د افغان  ــ  شوروي جګړې په وخت کې په افغانستان کې د امريکا سفارت و تړل سو او سي آی اې مجبوره سوه چې د افغانستان د چارو لپاره خپل دفتر په اسلام آباد کې پرانيزي  .خو سي آی اې وروسته د ګيري شرين په مشري د سي آی اې د کابل دفترپرانيست . ددغه لوی مامور اوله وظيفه داوه چې د افغانستان هغو شاوخوا ۵۰۰ تنو جهادي قومندانانو ته معاشونه ور ورسوي  چې د سي آی اې معاشخواره وه .

 

 يوازي احمدشاه مسعود ته سي آی اې د مياشتي دوه سوه زره ( دوه لکه ) ډالره ورکوله ، خو دغه خبره د پاکستان  د آی ايس آی نه پټه ساتل کېده او دليل يې داوو چې مسعود د آی ايس آی نه هم ډېر زيات معاش اخيستی وو . د افغانستان ددغو قوماندانانو اصلي وظيفه د ډاکټر نجيب ختمول وو .

 

واشنګټن پوسټ د کهول د کتاب په حواله ليکي چې  د پاکستان استخباراتي ادارې په پېښور کې يوې غونډي ته تخمين لس دولس تنه افغاني قومندانان ور وغوښتل په دې غونډه کې د سي آی اې  مامورينو د سروبي د سړک نخشې ووېشلې او هدف داوو چې په دغه سړک کې  بمبونه ددې  دپاره خښ کړل شي چې دډاکټرنجيب الله کاروانونه او کتارونه تخريب کړي . دلته افغاني قومندانانو ته معلومه شوه چې د سي آی اې د پيسو د بوجيو خولې ورته خلاصي دي .

 

ورځپاڼه ليکي چې سړي ته دا فکر پيداکيږي چې که سي آی اې د نجيب حکومت نه وای راپرزولای نو دمتحده ايالاتو ورځ به څومره بهتره وای  ښايې چې طالبان به هيڅکله هم قدرت ته نه وای رسېدلي. خو په افغانستان کې د سي آی اې د فعاليتونو د پاره د رېګن او د مشر بوش  بودجه بيخي زياته وه . د سي آی اې او آی ايس آی په هغه اوږدې جګړه کې چې هدف يې د ډاکټر نجيب الله را پرځول او په ځای يې د پاکستان د يوه لاسپوڅي  حکومت کښېنول وو په زرګونو  افغانان ووژل وسوه . کومو اجيرو کسانو چې په دغه جګړه کې برخه واخيسته هغوی اکثره اسلامي بنسټپال وو .

 

 دواشنګټن پوسټ  ورځپاڼه ادامه ورکوي  او ليکي چې  سي آی اې په پای کې د افغاستان څخه داسي ملک جوړکړ چې د ګډوډی او د جګړه مارانو له مشرانو ډک وو . دا جګړه ماران په هر ډول وسلو مسلح وو. په دې وسلو کې دسټيګر توغندۍ نه نيولې بيا تر دافع هوا پوري هرڅه شامل وو په افغانستان کې خلګو دومره وسلې لرلې چې د پاکستان او هند خلګو په مجموعي ډول نه لرلې . په دې وخت کې په لسو کلونو کې امريکا و افغانستان ته دومره وسلې ور ولېږلې چې بل هيڅ هيواد ته يې نه وې استولي ، په دې ډول افغانستان ددې د پاره تيار سو چې طالبان را ووځي، د هغوی وعده دا وه چې جګړه ماران به ختم کړي  او د قانون حاکميت به ټينګ کړي په پای کې افغانستان د اسامه بن لاډن د فعاليتو د پاره بهترين ځای سو.

وروسته په ۱۹۹۶ کې چې بن لاډن يو خطر شو سي آی اې هڅه وکړه چې د احمدشاه مسعود په شمول البته جګړه ماران  بیا فعال کړي او ځيني افغانان يې ددې د پاره استخدام کړه چې اسامه بن لادن يا ونيسي او يايې ووژني  خو خبره داده چې بيخي ناوخته شوی و .


د لراوبر ويبپاڼي يادونه:


زموږ يو شمېر درانه لوستونکي وايي چي د لراوبر ويبپاڼي ارشيف نه شي پيدا کولای ، که تاسو هم له دې ستونزي سره مخامخ شوي ياست نو د هري برخي د سرليک په کليک کولو سره تاسو دهماغي برخي ارشيف ته ورتلای سئ د بېلګي په توګه پر ( تازه ليکني  ) کليک وکړئ  ، او هلته د خپلي خوښي او نېټې سرليک پيدا کړئ .