کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ملي سوداګر دي هم له بېوزلو سره مرسته وکړي

ملي سوداګر دي هم له بېوزلو سره مرسته وکړي

قدرمن ولسمشره په رښتیاسره دی هم دمورګرانی غیږته دمعصومې وحیدی په بیرته لیږدولوسره په پراخه کچه دخپل ولس په زړونوکې ځانګړی ځای خپل کړ.


دوړوکې وحیدې دخرڅ دخبرپه اوریدلوسره مې په بی ساری ډول احساسات راوپاریدل اوباوروکه چې له غوړیدلی دسترخوان څخه ولاړسوم .


دغه رازبه ښایې چې دډیروهیوادوالوپرزړونودخفګان څپی غلبه ګړی وی .


داچې دپښتنی دودله مخی دی دمیرویس جان کالي اووچې شیدی ګرانی وحیدې ته ورکړې دمتعال څښتن له دربارڅخه درته پخپلودرسپارل سویوچاروکې ستربالیتوب غواړم اودژوندپه ټولوډګرونوکې دی څښتن تعالا لاس بری لره .


ګیله موله خپلوملی تجارانوڅخه ده چې ولی دخپلی ګټی لپاره معصوم کوچنیان دمورله غیږڅخه جلاکوی اوولی یوڅوک دی ته په لوی لاس اړباسی چې خپل دزړه ټوټه له ځان څخه دیوڅوپیسوپه بدل کې وپلوری .


ایادغه انسانان دخدای (ج) له قهرڅخه بیره نلری ؟


دګرانی وحیدې پرشلی موربه هغه ساعت څنګه تیرسوی وې چې داېې له خپله ځان څخه جلاکول ؟


که وګورودهرتجارپه ګودام کې په پراخه کچه خوراکې موادپراته وی اوپه دی تمه یې ساتلی وی چې نرخونه لوړسی اوبیایې دغه ښاغلی تجار دآزادبازارپه پلمه بازارته عرضه کړی .


پرخپلوټولوملی تجارانوږغ کووچې دخپلوبی وزلوهیوادوالوستونزی په پا م کې ونیسی اوخپل تجارت دنبوی  (ص) له ارشاداتوسره سم سمبال کړی ترڅودګرانی وحیدې دکورنۍ په څیرنوری کورنۍ دخپلومعصومواولادونوپلورلوته اړی نسی .



د لراوبر ويبپاڼي يادونه:


زموږ يو شمېر درانه لوستونکي وايي چي د لراوبر ويبپاڼي ارشيف نه شي پيدا کولای ، که تاسو هم له دې ستونزي سره مخامخ شوي ياست نو د هري برخي د سرليک په کليک کولو سره تاسو دهماغي برخي ارشيف ته ورتلای سئ د بېلګي په توګه پر ( عــلمي او سياسي برخه  ) کليک وکړئ  ، او هلته د خپلي خوښي او نېټې سرليک پيدا کړئ .