دولت خبريالانو ته د امامانو سره د مرکو بلنه ورکړه

د لراوبر اداره | جنوري 31st, 2008


دارشاد حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي چې ټول خبريالان کولای شي چې دجوماتونو دامامانوسره مرکي وکړي اوهم دجمعې ورځې خطبي خپري کړي .


دارشاد حج او اوقافو وزارت دخپرونو ريس او وياند محمد شريف رباطي وايي چې دوی تيره ورځ داطلاعات اوکلتور وزارت ته يوه اعلاميه ليږلې وه چي ټول ژورنالستان خبر کړي چې دجوماتونو څخه دګذارش دتهيه کولو پرمهال د دجومات اداب مراعات کړي .


رباطي داهم وويل چې دوی بيا له ټولو ژورنالستانو څخه غوښتنه کوي ترڅو دجوماتونو له امامانو سره  مرکي وکړي اوهم دجمعي ورځي دواعظانو وعظونه دخپلو ټلويزيونو او  راډيو ګانو له لاري خپاره کړي .


هغه ويل چې وزارت يي  داساسي قانون ،درسنيو دقانون اودبيان دازادي ملاتړکوونکي دی اوپه کلکه يي ملاتړ کوي .


ديادولو وړده چې يوشمير رسنيو ددې اعلامې له خپريدو وروسته داسې خبرونه  خپاره کړل چې ګواکي دحج ا و اوقافو وزارت ژورنالستان له جوماتونو څخه منع کوي خو دحج او اوقافو وزارت چارواکي دغه خبري ردوي او وايي چې دجوماتونو دروازې دخبريا لانو په مخ خلاصي دي خوپه دې شرط چې دجوماتونو اداب مراعات کړي .
 


د لراوبر ويبپاڼي يادونه:


زموږ يو شمېر درانه لوستونکي وايي چي د لراوبر ويبپاڼي ارشيف نه شي پيدا کولای ، که تاسو هم له دې ستونزي سره مخامخ شوي ياست نو د هري برخي د سرليک په کليک کولو سره تاسو دهماغي برخي ارشيف ته ورتلای سئ د بېلګي په توګه پر ( راپــور او مـرکې  ) کليک وکړئ  ، او هلته د خپلي خوښي او نېټې سرليک پيدا کړئ .

Copyright Larawbar 2007-2024