کور / z_buitenland_news -- 5 / پيپلزاومسلم ليګ:دبينظير دوژني پلټني دي م م وکړي

پيپلزاومسلم ليګ:دبينظير دوژني پلټني دي م م وکړي

تيره ورځ د سينټ په غونډه كښې د پاكستان د وو سترو سياسي ګوندونو پاكستان پيپلز ګوند اوپاكستان مسلم ليګ ( ن ) غوښتنه وكړه چې د محترمه بې نظير بوټو دقتل پلټنې دي ملګري ملتونه وكړي بلخواته پخواني وزير او د اّئى ايس اّئى  پخواني مشر جاويد اشرف  قاضي بې نظير بوټو د هېواد د ميزايل پروګرام څښتنه وبلله  چي تيره ورځ د سينټ غونډه پيل شوه نو  سنا تور رحمت الله په قبا ئيلي سيمو كښې  تښتولو په هكله بحث پيل كړ خو د سينټ لنډمحاله چير مين جان محمد جمالي ورته وويل چې  اوس خو سرتيرى هم  تښتول كېږي او وژل كيږي پدغه  هكله به په ايوان كښې بحث وشي  په غونډه كښې د 18 اكتوبر څخه  تر اوسه پورې د ترهګرى په  پېښو كښې وژل شوو فاتحه  وشوه رضا رباني  دبې نظير بوټو په  شهادت باندې  بحث كولو سره وويل  چې  د بې نظير بوټو پرشهادت باندې خبرې كول زما د ژوند تر ټولو ستونځمن كار دى بې نظير ه پدغه خپره وه چې  وژل كېږي بې نظير بوټو د خپلو اصولونوپه خاطر قرباني وركړه بې نظير بوټو د فاق نخښه وه پدغه كښې حكومتي پلټني مونږ ته د منلو وړ ندي ملګري ملتونه دي پلټني وكړي د مسلم ليګ(ن)  اسحاق ډار هم  درضا رباني خبره تائيد لو سره وويل  چى  د بې نظير بوټو د شهادت پلټني بايد ملګري ملتونه وكړي.