کابل ته د اوباما د راتګ هدف د جنګ مشروع ښودل و
سي اِن اِن شبکې په خپل تازه خبر کی راپور ورکړ چی کابل ته د اوباما د پروني یو ساعته پټ سفر اصلی هدف دا و چی دﺉ روان افغان جنګ مشروع ، لازمي او حق په جانبه وښیًی . اوباما په بګرام کی ۲۰۰۰ امریکایی پوځیانو ته په وینا کی داسی وویل : « هلته په وطن کی ولس دلته په تاسو تکیه دی . زه پوهېږم چی دا آسانه کار نه دی . تاسو د هېواد څخه ډیر لیری راغلي یاست . تاسو د خپلو اولادونو ، میرمنو یا میړنو ، خپلي کورنۍ او ملګرو څخه را لیری سوي یاست . زه چی صرف یوه دقیقه دا فکر وکړم چی که د امریکا د حیاتی ګټو خبره نه وای او هغه همدلته په افغانستان پوری تړلې نه وای ، نو همدا اوس به می امر کړی وای چی تاسو ټوله هېواد ته راستانه سیً »
راپور زیاتوی چی د دې څرګندونی مطلب دا دی چی اوباما افغانستان قطعأ نه پریږدی ، خیر دی چی پوځیان یې وژل کیږی او خزانه یې تشیږی .
اوباما حامد کرزي ته بلنه ورکړه چی واشنګټن ته ورسي ، او ښایی دا سفر د راتلونکي مې پر ۱۲مه وی .
حامد کرزي اوباما ته وویل چی : « غواړم د خپلو خلکو احسان مندی د هغه کومک څخه درته څرګند کړم چی امریکا زموږ سره په تیرو ۸ کالو کی کړي دي . او موږ د امریکایی مالیه ورکونکو څخه خاصه مننه کوو چی خپلي پیسې رالیږی او زموږ هېواد را جوړوی . »
خو سیاسی مبصرین وایی چی بارک او باما او حامد کرزﺉ دواړه د واقعیت پر خلاف لمر په دوو ګوتو پټوی !