د هلمند په مارجه ولسوالي کي يو امريکايي سرتيرى مسلمان سو
دغه ٢٠ کلن امريکايي سرتيرى چي په مرين پوځ کي يې دنده لرله تيره ورځ د اسلام په دين مشرف سو .
د مارجې د کرو څلور لاري په سيمه کي ديني عالمانو د يوې لويي غونډي په ترڅ کي نومړي مسلمان سوي عسکر ته د اسلام احکام ور وښودل .
په مارجي دعامه نظم دڅلورمي ليوا دپوليسو قوماندان سمونوال غلام سخي وويل دا امريکايي په ماشومتوب کي د خپل پلار لخوا بل چاته په ډالۍ کي ورکول سوى وو ، دى اوس نه خپل پلار پيژني او نه هم کوم نور خپلوان لري . واده يې ندى کړى
ويل کيږي چي دې امريکايي ته د څلورمي ليوا د بشير په نوم چي اصلا د بغلان ولايت اوسيدونکى دى د اسلام دين دعوت ورکاوه
ددې مسلمان سوي امريکايي پخوانى نوم ( سام لانکوپر ) وو خو اوسنى نوم يې عبدالله کښيښودل سو