کابل ته د واشنګټن دوهم خورا جدی خبردارﺉ

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 30th, 2010


د انګلستان ( ټایمز ) نن ولیکل چی د امریکا لوی درستیز جنرال مایک میولن افغان حکومت ته خبردارﺉ ورکړ چی که فساد ختم نه کړي ، نو پر کندهار به د امریکا په مشرۍ د ناټو راتلونکې پوځی حمله ناکامه وی . دا په تیرو ۲۴ ساعتونو کی د واشنګټن لخوا کابل ته دوهم خبردارﺉ دی . لومړنی یې بارک اوباما ورکړی و . خبر زیاتوی چی په مجردي چی اوباما واشنګټن ته ورسېد ، مایک میولن افغانستان ته ورغی او پر کندهار یې د فساد ختمولو دا خبردارﺉ صادر کړ .
ټایمز زیاتوی چی د میولن هدف د حامد کرزي د ناسکه ورور ( احمد ولی کرزي ) څخه دی چی پر کندهار یې خپل بشپړ تسلط ټینګ کړی دی . میولن وویل چی که دا کار ونسی نو برﺉ به هم ناممکن وی . ټایمز لیکی چی ولی کرزی د امریکایی استخباراتو سره هم خورا مغلقی اړیکي لری .
کله چی پرون د میولن څخه وپوښتل سوه چی که امریکا د حامد کرزي څخه وغواړی چی خپل دغه ناسکه ورور ایسته کړی ، نو ؟ میولن ورته وویل چی : « دا هغه څه دی چی دﺉ یې باید وسنجوی . »
کله چی د کابل سره د ګلبدین حکمتیار د یو ځای کېدو په هکله ورڅخه وپوښتل سوه نو میولن ځواب ورکړ چی : « موږ باید په ډیر قوت سره اقدام وکړو . زما قضاوت دا دی چی موږ لا تر اوسه ورمخته سوي نه یو . »
خو سیاسی مبصرین وایی چی پر کندهار د پوځی عملیاتو د ځنډولو لوی علت د واشنګټن لخوا پر حامد کرزي د خپل ورور د ایسته کولو فشار دی .

Copyright Larawbar 2007-2024