کور / تازه خبرونه / پوځ څلور لارۍ له لاسه ورکړه وسله بيرته ونيوله

پوځ څلور لارۍ له لاسه ورکړه وسله بيرته ونيوله


 
امنيتي ځواكونو او پوليټيكل انتظامې هغه وسله بيرته تر لاسه كړه چى  كومه څو ورځې  وړاندې  د وسلوالو لخوا لوټ  شوې وه د راپورونو ترمخه  امنيتي  ځواكونو اوپوليټيكل انتظامې  د دره اّدمخيل په سيمه طوڅپړ كښې  د وسلوالو دپناه ځاى څخه  په لوړه كچه وسله تر لاسه كړه چى په هغه كښې  د وسلوالو لخوا څو ورځې  وړاندې  تښتول شوې درې ټركونو وسله هم شامله ده امنيتي ځواكونه د وسلوالو په نورو ځايونو هم د چهاپو لګولوڅارته دوام وركړيدي بلخواته د اسلامن اّباد ماركيټ څخه په لوړه كچه وسله تر لاسه شويده. د يادوني وړ ده يوه اوونۍ مخکي دادم خيلو په سيمه کي وسله والو طالبانو د پاکستاني پوځ څلور له وسلو ډکي لارۍ نيولي وې  چي پوځ يې دنيولو لپاره پراخ عمليات پيل کړل .