کور / z_buitenland_news -- 5 / نوازشريف:درغلۍ به هيواد له زيان سره مخامخ کړي

نوازشريف:درغلۍ به هيواد له زيان سره مخامخ کړي

 
د مسلم ليګ ( ن ) مشر او دپاكستان پخواني وزير اعظم  نواز شريف  وئيلي  دي كه چرته راتلونكي انتخاباتو كښې درغلى وشو نو هېواد او جمهوريت به دواړه د زيان سره مخامخ شي  د اورپائى  هيوادونو اتلس تنه ډيپلوماتو د نواز شريف  سره وكتل اسلام اّباد كښې  د فرانسوي سفير په كور كښې كيدونكي ملاقات  كښې نواز شريف  غير ملكي سفيرانوته  په پاكستان كښې د انتخاباتو امنيت او نوروچارو په هكله خبرتيا وركړه  نواز شريف  وويل چي په موجوده  حالاتو كښې صفا انتخابات ناشوني  دي  خو مسلم ليګ د جمهوريت د ټينګښت په خاطر په انتخااتو كښې برخه اخلي په هېواد كښې ترهګرۍ  د حكومتي تګلارو له امله وده كړيده  د ترهګرۍ په شمول ټولې ستونزي د ډيموكراسۍ  د لارې حل كيدلې شي.