کور / تازه خبرونه / د چودري افتخار ورځ ونمانځل سوه

د چودري افتخار ورځ ونمانځل سوه

 
د پېښور په ګډون په بېلابېلو ښارونو كښې يوم افتخار ( د جسټس  افتخار چودري سره ديوالي  څرګندولو ورځ)  ونمانځل شوه پيښور كښې د يوم افتخار  د ورځي  په مناسبت  وكيلانو لاريون وكړ اودپاكستان  بار كونسل پرغوښتنه د پيښور  هائيكورټ په وانۍ  كښې  جلسه وشوه جلسې  ته د وينا په ترڅ  كښې  د وكيلانو د تنظيم مشرانو د عدليې د خپلواكۍ  او د ګوښه  كړل شوو قاضيانو د بحالۍ لپاره د وكيلانو روان غورځنګ  وستائلي  اوپه ډاګه  يې كړه چې  غورځنګ  به دوام وركړل شي او د عدالتونو څخه  د با ئيكاټ لړۍ به روانه و اوسي پدغه  وخت وكيلانو غوښتنه وكړه چي  دسترې محكمې  ګوښه كړل شوی  رئيس افتخار محمد چودري دي اّزاد كړل شي.