کور / رسنۍ / د اوښتون اوومه ګڼه چاپ شوه

د اوښتون اوومه ګڼه چاپ شوه

دا مجله چې د پكتيا ميشتو كلتور پالو په هڅو چاپېږي اوومه ګڼه يې د لمريز كال له پيل سره سمه په شپيتو مخونو كې په ښه كاغذ او ښكلي پښتۍ له چاپه راووته
په دې مهالنۍ مجله كې د ادارې له خوا په ليكل شوې سريزه سربېره ديني ، سياسي ، كلتوري او ادبي ليكنې خپرېږي
له تېرو دوو كلنو را په دېخوا يې اوښتونوالو خپراوي ته ملا تړلي چې پرلپسې اوومه ګڼه يې هم دا دى چاپ شوه .
د اوښتون مجلې په نوې چاپ شوې ګڼه كې د غلام محمد زرملوال ،استاد نجيب منلي ، تواب الدين غورځنګ، فريدون خوځون ، روح الله يعقوبي او نورو ګڼو ليكوالانو ليكنې خپرې شوې دي
د يادولو وړ ده چې اوښتون د تېر په څېر دا ځلي هم د سهيل ختيځ زون يوه وتلې څېره ليكوال او ژورناليست محمد الياس وحدت د پښتۍ په دويم مخ كې لوستوالو ته ورپېژني.