کور / خبرتیا او پيغامونه / نجيب کابلي دى بښنه وغواړي، ٨-٨-١٣٨٦(جلال اباد)

نجيب کابلي دى بښنه وغواړي، ٨-٨-١٣٨٦(جلال اباد)

دختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې اعلاميه:


تيره شپه دطلوع تلويزيون پر پرده دافغانستان ولسي جرګى يو وکيل ښاغلي نجيب کابلي له عقدو او کينې ډکې څرګندونى پريوې داسې ژبه او الفاظو کى خپرى شوى چى په ولسي جرګه کى يې دده شتون له افغانيته لرې وښوده،هغه پر دې مانا چى دنوموړې وکيل وينا دا څرګندوله چې دې قانون نا لوستې وکيل صيب دې ، ځکه که ده قانون لوستې واى نو ګومان نه کوو چې داسې بې فکره او بې سوچه يې له خولې د کينې او عقدې ډک الفاظ چې هغه ددې هيواد ملي يووالي او دهر انسان حق ته زيان رسوي ، راکښلې واى


کابلي صيب:له فکر کولو پرته ديو افغان وکيل او دخلکو داستازي په توګه نه بلکى ديو پردي په توګه يي دپوهنې پر وزير خوله را پرانسته او هغه يې داسې مخاطب کړ چې ګواکې دپوهنې وزير دکابل په ښونځيو کې فاشيستي پيل کړې او غواړي دپښتنو زده کوونکو لپاره ټولګي بيل کړي.چې دده له نظره دا چار يو فاشيستي عمل دى،کابلي صيب که لږ ګريوان ته سر ښکته کړي او له ځان سره په دى فکر وکړي چې فاشيستي يانې څه ؟فاشيستي څه مانا؟ آيا يو تن چې غواړي په خپله مورنئ ژبه زده کړه وکړي .دافاشيستي ده؟ که چيرې دا چار فاشيستي وي نو بيا خو په نړۍ کې ټول پيداشوي قومونه فاشيستان دي،يوازې تاسې جناب له دې نومه بې برخې ياستئ، کابلي صيب ،له دې چې تير شو يو ځل مخې ته هغه قانون وغوړوه چې دافغان ملت استازو تصويب کړې دهمدغه قانون (٤٣)ماده تاسې جناب ته دريادوو په دې ماده کې په ډاګه نه يوازې هر افغان ته په مورنئ ژبه دزده کړې حق ورکول شوې بلکې دولت ځان پردې مکلف کړې چې دزده کړې لارې چارې ورته برابرې کړي ، که تاسې ښاغلې دا قانون لومړې پر ځان عملي نکړئ نو نور به يې څنګه عملي کړي ، اوس چې دپوهنې وزير دقانون پلي کولو ته ژمن شوى او دخلکو غوښتنې دقانون په رڼا کې عملي کوي ته او ستاسې په څير نور ښاغلي ولې دکينې او عقدو لمبې په زړه کې بلې کړي دي،موږ اوس ديته حيران يو چې فاشيست څوک شو ، هغه څوک چې قانون پلې کوي فاشيست دې او که هغه څوک چې قانون تر پښو لاندې کوي، محترم وکيل صيب تاسې دپارلمان وکيل او دخلکو استازې ياست لومړې بايد تاسې دقانون پلې کيدو ته ملا وتړئ پر دې سترګې مه پټوئ چې په دې هيواد کې ګڼ شمير قومونه اوسي،دهر چا حق او حقوق څرګند دي مشر خپله برخه لري او کشر هم خپله ،هر افغان بايد دقانون په رڼا کې پر رسمي ژبو پوه شي او پر وغږيږي . پښتانه فاشيستان ندي دهر پښتون دري ژبه زده ده . وياړې پرې ولې له هغو مو هم هيله ده چې پښتو ژبه خپله ژبه وګڼي ، که يو څوک په مورنئ ژبه دزده کړې غوښتنه کوي تاسې يې بايد ملاتړ وکړئ نه دا چې هغه فاشيستان وبولئ ، موږ لومړې ښاغلې کابلې بښنې غوښتلو ته اړ بولو او بيا دولسي جرګې له مشرتابه غواړو چې دې په پرانستې غونډه کې بښنې غوښتلو ته راوبولي،که داسې ونشي نو دپوهنې وزير حق لري دهغه تور په بدل کې چې کابلي پرې پورې کړې محکمې ته ولاړ شي او ښاغلې کابلي دمحکمې ميز ته راکاږي ، همدارنکه کابلي صيب اساسي قانون او ددغه قانون تصويبونکې جرګې ته هم په سپکه کتلي چې له دې امله هم دې دمحاکمې وړ دې


پاتې شوه دښاغلي حشمت غني احمدزي خبره هغه خو جناب حضرت مجددي پيژندلې او بښلې يې دې نو داچې حضرت صيب دهيواد يو جيد عالم او روحاني شخصيت دى موږ هم دهغه په درناوي ده ته بښنه کوو او دلوى خداى له درباره ورته په نيکه لار دروانيدو غوښتنه کوو، 
 
دختيزې سيمې دليکوالو او ژورنالستانو دخپلواکې ټولنې مشرتابه .