خوست كې د ۱۸ م امريكايي ډالروپه لګښت پروژې پيليږي

ر.مومند | اکتوبر 31st, 2007


خوست والي ارسلا جمال تېره ورځ  په يوه خبري غونډه کې ووې چې په نېږدې راتلونکې كې پدې ولايت  کې داتلس ميليونه امريكايې ډالروپه لكښت دبيارغونې  پروژې پيل شي .
 نوموړي ووې : پدغه پروژو کې د ولايت مقام  ودانې ، يو دوه سوه بستريز روغتون ديعقوبيو  اوځاځيمدان ولسواليو ترمنځ غزيدلی سړک ، ديوې لويې ديني مدرسې وداني ،په خوست ښار کې دبرق نوي شبکه  او نورې  پروژې شاملې دي .
 داپه داسې حال كې ده وړمه ورځ په افغانستان كې  دامريکا دمتحده ايالاتو سفير خوست ته سفر کړی وو اوددغه ولايت دشيخ زاهدپوهنتون په ودانۍ كې دجوړې شوې خبري غونډې په ترڅ يې په خوست كې  دبيارغونې دکارونود پيليدا ژمنې کړي وې  .

Copyright Larawbar 2007-2024