کور / تازه خبرونه / دولت په کندهار کي د طالبانو د مرګ ژوبلي خبر ورکوي

دولت په کندهار کي د طالبانو د مرګ ژوبلي خبر ورکوي

دافغانستان دسوېلي ولايت كندهار دارغنداب ولسوالۍ نن هم ددرنې جګړې شاهده وه .


په دغه ولسوالۍ كې ددوشنبې دورځې راپه دېخوا- وروسته له هغه افغان اونړيوالو ځواكونو په ګډه پوځي عمليات پيل كړل چې يو شمير سيمې په دې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ونيولې .


دكندهار امنيه قوماندان مل پاسوال سيداقاثاقب په دغو روانو عملياتو كې له٥٠ ډير وسله والو طالبانو دوژل كيدو خبروركړ .هغه په دغو عملياتو كې دڅلورو افغان سرتيرو دوژل كيدو خبرهم تائيدكړ .


ارغنداب کندهار ښار ته تر ډنډ وروسته دوهمه تر ټولو نژدې ولسوالي ده چي اوسيدونکی يې په کر کرهڼه بوخت دی ، دا سيمه چي د ارغنداب رود يې تر منځ بهيږي لوړي خواته يې لو واله ( لويه واله ) کندهار ښار ته بهيږي . سږ کال تر پسرلي وروسته بې وخته بارانونو د ارغنداب انار زيانمن کړي وه ، خو ښايي اوس هغه انار چي سږ کال به يې تر نوروکلونو ډير حاصل ورکاوه ، د ناټو او امريکې له خوا د ګوليو بارانونو رژولي وي .