کور / تازه خبرونه / د فراه ولايت په ګلستان ولسوالي کي جګړه روانه ده

د فراه ولايت په ګلستان ولسوالي کي جګړه روانه ده

دلويديځ ولايت فراه په گلستان ولسوالۍ كې دتيري شپې راپه ديخوا درنه جګړه روانه ده .


ځايي چارواكو تراوسه په دغه روانه جګړه كې ددرې پوليسو دوژل كيدو اويوه تن دټپي كيدو پخلى كړى دى .


دوسله والو طالبانو دتلفاتو په اړه لاتراوسه مالومات نشته خوپه ترلاسه شوو خبرونو كې ويل شوي چې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې .


دناټو يو وياند ډګرمن چارليس انتوني نن په يوه خبري غونډه كې وويل چې په دغه روانه جګړه كې ايساف ځواكونه دافغان ځواكونو ملاتړي دي خو عملا په جگړه کې شتون نه لري.


ده وويل که اړتيا يې پيښه شي دوى چمتو دي چې پوځي مرسته وکړي.