کور / تازه خبرونه / په غزني کي د جګړې پر مهال بمباري سوې ده

په غزني کي د جګړې پر مهال بمباري سوې ده

بله خوا دغزني دګيلان ولسوالۍ چارواكي وايي چې ددغه ولسوالۍ پهاړوند سيمو كې دامريكا په مشرۍ دټلوالې د ځواكونو په ګډو عملياتو كې شاوخوا ٣٠ تنه طالبان وژل شوي دي .


ځايي چارواكو بي بي سي ته وويل چي دغه طالبان په يوه كوركې پټ وه چې تيره شپه دايتلافي ځواكونو له خوا بمبارشول. 


ډېر کله په دغسي ( ړندو بمباريو کي ) عامو وګړو ته زياته مرګ ژوبله اوړي ، خو د تيري شپې په بمباري کي د عامو وګړو د مرګ ژبلي په باب  تر اوسه پوري کره معلومات په لاس کي نسته بله خوا وسله وال طالبان په دغو ټولو جګړو اوبمباريو كې دخپل لوري زيانونه ردوي .


دطالبانويوه وياندقاري يوسف احمدي له يو نامالوم ځاى څخه دټليفون له لارې بي بي سي ته ادعا وكړه چي ددوى په بريدونو كې تر٥٠٠زيات كورنۍ اوبهرني سرتيري وژل شوي .