پكتيا: د ژورناليستانو د ټولنې ټاكنې ترسره شوې

د لراوبر اداره | اپریل 2nd, 2010


په پكتيا كې د زورناليستانو د ټولنې له خوا د يوې غونډې په ترڅ كې د دې ټولنې مشر ، مرستيال او منشي وتاكل شول
هغه غونډه چې د دې ولايت په عامه كتابتون كې وشوه پنځه ويشتو تنو د بيلابيلو رسنيو استازو ګډون پكې كړى وو
د ټاكنو په پايله كې نيازالله اصيل ځاځى د مشر احسان الله مهجور د مرستيال او سميع الله پيوند د منشي په توګه وټاكل شول
په غونډه كې د پكتيا د اطلاعاتو او كلتور ريس شفا مشفق په خپلو خبرو كې وويل چې په دې ولايت كې د سږ كال په اوږدو كې د ژورنالېزم په ډګر كې ګڼ پرمختګونه شويدي نوموړي په دې ولايت كې د ازادو رسنيو د زياتېدا يادونه وكړه
د پام وړ ده چې په پكتيا ولايت كې د ژورناليستانو د ټولنې د جوړيدو څخه دوه كاله تيريږي او د دريم ځل لپاره يې هم خپلې ټاكنې وكړي .

Copyright Larawbar 2007-2024