کور / اسلامي / اسلام اوساینس[دږرې پرېښودل ، وهل، اوخریل (3)]

اسلام اوساینس[دږرې پرېښودل ، وهل، اوخریل (3)]

منبع : کتابونه، مجلې اوانټرنیټ

دږرې خریل اونوی ساینس

دبرلین دپوهنتون ډاکټر (مور) دږرې پرخریلو، دخریلوپرچاړې، صابون اوبرسوباندی څه تجربې کړیدی چی په (ماهنامه صحت) کی په داسی ډول رڼاپراچولې ده:
دپوستکی ناروغی:
دخریلوڅخه وپوستکی ته زښته زیات تاوان رسیږی، دږرې په خریلوکی دهرانسان داحرس وی چی یوویښته ئې هم پاته نشی، اوڅوڅوواره چاړه پرراکشوی، ترڅودزیات ښایست سبب شی (ددوی په اند) چی ددې څخه پوستکی حساس (Sensitive) کیږی، چی په نتیجه کی پوستکی دناوړوناروغیوزانګوګرځی؛ دخریلوپرمهال پرمخ باندی په قوت سره ماشین اویاهم چاړه راکشول کیږی چی پوستکی زخمی کیږی، خودازخم په سترګونه لیدل کیږی چی په پایله کی پوستکی کا کوی، اوخارش(خارښت) ورڅخه محسوسیږی؛ چی په اسانۍ سره وپوستکی ته میکروبونه دزخمی شوی ځایونوڅخه داخلیږی؛ له همدې کبله هغه کسان چی ږره خریی دمختلفودپوستکی دناروغیودګاللوپه درشل کی وی، چی دلومړی ځل لپاره د (Impeigo) په نامه سره وړې دانې پرمخ راپورته کیږی، اوله دې څخه وروسته (Sycosisbardac) په نامه سره دپوستکی سخت سوزش ورسره مل شی، چی پاېلې ئې ډېرې ناوړې دی، ددې څخه علاوه دپوستکی دالاندنۍ ناروغی هم ورڅخه پیداکیږی:
1: پرمخ باندی دانې
2: دمخ دپوستکی وچوالی، چی دپوستکی دپرېکېدو، التهاب اونوروکړاوونوسبب کیږی
3: دمخ دپوستکی چاودې
4: دانې اوچاودې یوځای
5: عامې وړې دانې
6: ایګزیما
7: دمخ دطبعی رنګ تېښته
8: دپوستکی دهرمعمولې شی سره حساسیت (الرجی)
دږرې پرخریلوباندی دلندن پوهنتون څېړنې:
دلندن په (اُمت نیوز) کی داخبره خپره شوه چی هغه خلک چی ږرې خریی (70) په سلوکی دمختلفوناروغیوښکاردی، چی داخبره د(یونیورسیټی اف بریسټول) په یوه څیړنیزخبرکی خپره شوېده، د (BBC News) مطابق دجنوبی ویلز په کیرفیلی پرښارکی پر (2000) نفروچی عمرونه ئې تر (20) کلونوپوری رسېدل داڅیړنې وشوې چی هغه خلک چی (Clean Shave) یعنی بریتونه اوږره ئې دواړه خریی دپوستکی په مختلفوناروغیواخته دی، چی داپلټنې د (45ـ 59) کلنوخلکوباندی شویدی؛ هغه خلک چی ږره ژرـ ژر خریی هغه (45) په سلوکی دمختلفودپوستکی دناروغیوپه جال کی راشکېل دی۔

دالټراوایلټ(بنفشی) وړانګې اودږرې خریل(Ultraviolet Rays and Shaving Beard)
بنفشی وړانګې په رڼاکی شتون لری، چی داړانګې دمخ پر پوستکی باندی ژوره اغیزه کوی اوپه نتیجه کی دمخ پوستکی توروی، داوړانګې دپوستکی دغدونظام سره ګډوډ کوی چی دمختلفوناروغیوسبب کیږی۔
دږرې دخریلوڅخه سرطان (Cancer) پیداکیږی:
لکه څرنګه چی څومره دږرې خریل دانسان وبدن ته تاوان رسوی دبدن هیڅ غړې ئې نشی ورته رسولای، دږرې په مسلسل خریلوسره خارش پیداکیږی، داځکه چی دپوستکی دمدافعې قوه کمزورې کیږی، رنګ ئې توریږی، ځلائې له میځه ځی، دخارش څخه وروسته داژونکې (حجرې) دکاراوفعالیته لویږی، چی په نتیجه کی ورڅخه سرطان چی یالاعلاجه ناروغې ده، پیداکیږی۔ (همدرد صحت)
دږرې دخریلوڅخه ژړې (هیپاټایټس) اوایډزپیداکیږی:
نن سباژړی دومره ډېردی، چی هیڅوک ئې تصورهم نشی کولای، اوپه اروپایی اونورلویځ هیوادوکی بیایوه بله وژونکی ناروغی دایډز مخ په زیاتېدوده، دایډزسره هم اوس هرڅوک اشنادی، چی داڅنګه ناروغی اوڅنګه پیداکیږی، متاسفانه چی مخکی داناروغی په اسلامی هیوادوکی په ځانګړې ډول سره په ګران هیوادافغانستان کی نه وه خواوس داناوړه ناروغی په افغانستان اونورواسلامی هیوادونو کی مخ په زیاتېدوده؛ داچی ولی داناروغی مخ په زیاتېدوده داخپل ځانته بېل بحث دی، خودحجام، اودږرې دخریلووالاهم پکښې لاس دی، هم دژړې په خپرولوکی اوهم دایډزپه خپرولوکی، داځکه چی دخریلوپه مهال پوستکی ضرورزخمی کیږی چی دازخمونه نه لیدونکی دی، اوکله چی دخریلوڅخه وروسته (After Wash Lotion) یعنی هغه لوشن چی دخریلوڅخه وروسته استعمالیږی، اوهغه برس چی پرمخ باندی وهل کیږی، اویاهغه چاړه چی مخکی ږره په خریل شوی وی، په دې ټولوصورتونوکی چی مخکنې سړی ایډز ، ژړی اویاهم نورې دپوستکی ناروغی ولری ودې سړی ته راانتقالیږی، دامیکروبونه دوینې له پوستکی له لاری ووینې ته داخلیږی، اوحجام که چاړه بله استعمال کړی، نولوشن خوئې هغه لوشن دی، اوبرس ئې هم هغه درې سوه کلن برس دی، چی په دې ډول سره ایډزاوژړې په چټکتیاسره خپریږی؛ چی دادمرګ دروازه پخپله ورټکول دی۔
دږرې دخریلو، برس، کریم اودخریلوګاز:
دخریلودبرس څخه د(مننګ جائټس) په نامه سره ناروغی پیداکیږی، امریکایی ډاکټرانویوه څیړنه کړېده، چی کله دیوشخص داعصابوعملیات وکړونوکله داسی ناروغان په دې ناروغۍ اخته کیږی، چی یوسبب ئې (Shaving Brush) یعنی دخریلوبرس دی، اوداناروغی دومره خطرناکه ده چی کله دمرګ سبب کیږی، دخریلوڅخه چی کوم کریم اویاهم لوشن استعمالیږی دالومړی مخ توروی اودوهم داچی دپوستکی سوزش ورڅخه پیداکږی۔
امریکا دمتحده ایالاتو د (American Academy of Science) یوګروپ ساینس پوهانوویلی دی چی کوم ګازونه چی چی دږرې دخریلودلوشن اوکریم څخه پورته کیږی هغه تباه کوونکی دی، اوغټه تباهې راولی، دوی په دې اند چی ددې کریم اولوشن څخه د فرېون (Freon) په نامه سره ګاز پورته کیږی چی داګازونه د (اوزون) طبقه له مینځه وړی، کمزرې کوې ئې، اوکله چی اوزون کمزوری اویاهم له مینځه ولاړشی ۔ ومځکی ته هغه ضررناکی وړانګې راځی چی داوړانګې دپوستکی دسرطان سبب ګرځی؛ دوی داهم ویلی دی موږبه داکوښښ اوهلې ځلې وکړوچی یونړیوال کمپین پیل کاندواوخلک خبرکړو۔

برېتونه اونوې ساینسی څیړنې
دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په حدیث مبارک کی دوه شیان وه،
احفواالشوارب واعفوااللحی۔
برېتونه لنډوی اوږرې پرېږدې۔
پرږره باندی رڼاواچول شول، اوس پربرېتوباندی یوڅه لیکواورڼاورباندی اچوو۔
فزیکل ریډیولوجیکل څیړنه:
دهندوستان د (فزیکل ریډیولوجیکل ) پلټنې لابراتواروخلکوته داخبردارۍ ورکی چی هغه خلک چی غټ برېتونه لری (دسکهانوپه شان سره، چی پخپل ژوندکی په برېتوهیڅ کارنلری) دوی دتنفس اخستلوپرمهال نشه ئئ مواد تنفس کوی، اووسږوته ئې داخلیږی، چی په دې کې هغه نشی مواددادی: فنوپېرین، ټولوئین، ایمونیا، سلفیورټیټ هایدروجن، رېسی ټون اونور۔۔۔ اوهغه کسان چی سګریټ څکوی دهغولپاره نورتاوان هم ورعلاوه کیږی داځکه چی دسګریټی څکولوپرمهال دسګریټ کوچنی ذرې اواثرپربرېتوپاته کیږی چی دتنفس پروخت وسږوته ځی چی پوره نقصان لری۔
پرغټوبرېتوباندی داروپایانوڅیړنې اواندېښنې:
په اروپاکی هغه سړی چی غټ برېتونه لری دکاله د(50) ډالرودارزښت څخه زیات مشروبات (څښاک) ضایع کوی، چی دادڅښلوپرمهال بریتونه په لړل کیږی اوبرېتونه خپله برخه ورڅخه اخلی؛ د (British Press Association) مطابق په نړیوال (ګینیز) کتاب ئې لیکلی وه، چی دبرېتووېښتیان هرکال (162917)څاڅکی څښاک ضایع کوی، په برطانیه کی هغه خلک چی ډېرغټ برېتونه لری، هرکال د(6) لکوډالروپه اندازه څښاک ضایع کوی، د(ګینیز) کتاب مطابق په برطانیه کی (92370) قسمه څښاک شته چی برېتونه ئې جذبوی اودڅښاک پرمهال برېتونه خپله پوره حصه ورڅخه اخلی۔
دپرتګال دیوساینس پوه نوی تحقیق پربرېتوباندی:
(کیوفادر) دپرتګال یولوی مشهورساینس پوه دی، دده دڅیړنې مطابق دانسان پرشونډانوناندی داسې غُدې شته چی هغه مستقیماددماغ سره تړاولری، اوپه ځانګړی ډول سره په پورتنی شونډانوکی، اوددې غُدودنده داده چی هورمونونه تولیدوی، داغُدې وتازه هوااواوبوته اړتیالری، که چیرې برېتونه دومره غټ وی چی ودې غُدوته هوااواوبه ونه رسیږی نودایمی نزله، دوریوتکلیف، اواعصابی تکان ورڅخه پیداکیږی۔
داسلام په مبارک دین کی چی هرڅه امرشوېدی دهغه په کولوسره ضرورګټی دی، (دنیوی اواُخروی) اوداسلام حق دین چی موږدهرڅه څخه منع کړې یو، دهغه په نه کولوسره علاوه له دې څخه چی اُخروی ګټې پکښې دې، دنیوی ګټی ضرورپکښې دی، داچی موږاوتاسویانه یوپه خبراویاهم ساینس دومره پرمختګ نه دی کړی چی داسلام په هرامراونهی باندی څیړنه وکی دادساینس قاصروالی دی نه دالهی دین، اوداهم وهرچاته په انټرنیټی نړۍ کی معلومه ده چی هرورځ دساینس دپرمختګ په څپوکی دقران پلوشې هم غوړیږی، اوساینس ئې تصدیق کوی، دبېلګې په ډول سره سل کاله مخکی دغه لیکنه اوڅیړنه چی اوس مهال ئې تاسی لولی نه وه موجوده، اواوس شته، لس کاله وروسته به تاسی پردې سرلیک (ږره اونوې ساینس) باندی په سلهاووکتابونه ووینی اومطالعه به کی چی ددې لیکنې سل ګونې تحقیق به پکښې نغښتی وی۔

لس فطرې څیزونه
دبرېتولنډول:
دبرېتولنډول واجب دی، په ځانګړی ډول سره هغه ویښتیان چی پرشونډانوپراته وی، خوداضروری نه ده چی په مکمل ډول سره وخریل شی اوپه حدیث شریف کی هم لنډول راغلی دی، اوداسلام دوهم خلیفه حضرت عمرفاروق رضی الله تعالی عنه دواړه برېتونه اوږده وه، پردواړولوروباندی، اوکله چی به په غصه کی شونوحضرت عمرفاروق رضی الله تعالی عنه به تاوول۔
ږره پرېښودل:
چی پردې باندی پوره بحث وشو،
مسواک وهل:
فخرالموجودات خاتم الانبیاء حضرت محمدصلی الله علیه وسلم به دونې څخه تازه لرګی پرې کړاومسواک به ورڅخه جوړکړ، اودغاښونوصفایی به ئې په کوله، داسلام دخوږپیغمبرصلی الله علیه وسلم په یوه صحیح حدیث کی راځی:
که زماپرامت باندی داخبره درنه نه وای نومابه دوی ته دمسواک دوهلوحکم کړیوای۔
نوکان پرېکول:
دنوکانوپرېکول داهم یوفطری اوانسانی عمل دی، چی داهم دنرلپاره ضروری دی اوهم دښځې لپاره، چی په نه لنډولوسره ئې بې شمېره ناروغی پیداکیږی۔
پزه په اوبوپرېولل:
داهم یوفطری عمل دی، چی پزه په اوبوباندی صفاکړل شی، دډېروتنفسی ناروغیومخه نیسی
دګوتودبندونوپرېولل:
داهم یوفطری عمل دی، لکه څرنګه چی دلاس ارزښت په ژوندکی ډېردی، اوټول دلاس کارونه دګوتوپه واسطه ترسره کیږی، که خوراک، که لیکل دی اونورانسانی کارونه، ڼودچتلۍ څخه ژغورل اړین دی، اوپاکوالی ئې هم اړین دی۔
دبغل وېښتیان ایسته کول:
دافطری عمل ددې لپاره اړین دی، چی که بغلونه ونه خریل شی، اووځنډول شی، نوبغلونه بدبوی کوی، خارش پیداکوی، اودمیکروبواوچراثیموپه یوه ځاله بدلیږی۔
استنجاء وهل:
داهم یوفطری عمل دی چی په نه کولوسره ئې لکه چی وهرچاته څرګنده ده، دتعفن، چټلې اوناوړواغیزوسبب ګرځی۔
سونتول:
موږپه افغانۍ پښتوکی ورته سونتول، په عربی کی ورته ختنه اوپه انګلیسې ژبه کی ورته (Circumcising) وایی، چی داهم یوفطری عمل چی نوی ساینس پردی باند هم ډېرې څېړنې کړدی، چی انشاء الله که ژوند وو، پردې باند ی به پوره لیکنه وکړم، اوهغه معلومات به راټول کړم چی کوټلی، منل شوی اورېښتنی وی، چی سونتول په اسلام څومره ګټې لری۔
دزېرناف وېښتیان ایسته کول:
دابرخه دلراوبرنه رااخیستل شوېده،چی ګران ورورډاکټرعبدالهادی (حماس ) لیکلې اوحضرت علی اغاژباړلې ده:
ماخذ:( په اسلام کي طبى څېړني )
1. د پوستكى د وېښتانو په اړه نظر دي چې كه د شرم ځاى د ناحيې او د وېښتانو خيال ونه ساتل شي، نو نوموړې ناحېه په بېلا بېلو جراثيمو لكه د فنګسى انتاناتو، ويروسى انتاناتو، فرازيتى انتاناتو. او همدارنګه د حساسيت (الرجى) د پېښو ښكار كېږي. او د وېښتانو نه خريل ددې ناروغيو او ناپاكيو لپاره لاره هواروي چې په پايله كې د شرم ځاى ناحېه خوړينېږي، اوبه كوي او خارښت (كا) پيداكوي. د وېښتانو نه خريل كيداي شي ناروغانو ته په ځانګړي ډول ښځو ته سوزك هم پيداكوي، ځكه چې د هغوي بدن ته د مكروبونو دننوتلو لاره پراخه ده. ځينى د ناروغيو څخه ډير اوږد وخت نېسى او ناروغ د اوږد مهال د پاره ځوروى، په ځانګړى ډول ويروسى انتانات.
اوس راځو دې خبرى ته چې كه په اسلامى نړۍ كې يو څوك نارينه په ځانګړي ډول ښځې ددغې ناحيې په ناروغى اخته شي نو مسلمانان خو ډير حياناك دي ډير وخت دغه ستونځه پر ځان تيروي خو چا ته حال نه وايې، ډاكټر ته خو بيخې نه ورځى ځكه چې هغه ته ډير شرم بريښى چې د داسې ناروغى حال معالج طبيب ته ووايې. كله چې ښه په كړاو شى او د صبر كاسه يې نسكوره شى نو بيا خپل نېږدې كس ته حال وايې او يا پخپله ډاكټر ته ځې.
2. كه چېرى تر دوه د زياتو مياشتو د پاره د شرم ځاي ويښتان ونه خريل شي، نو دغه كار د ښځى او ميړه د روا جنسى اړيكو د ساتلو په وړاندى خنډ ګرځى. او د غوښتنى خلاف د جنسى اړيكو څخه خوند په زور او درد بدليږى.
3. د اسلام دين د ښې سليقې خوښوونكي دين دي. د روحياتو له نظره كه پر وخت او خپل ځاى د شرم د ځاى وېښتان ونه خريل شى ښځه او نر يوه او بل ته ځنګلى فكر كوي.
4. د شرم ځاى د ويښتانو نه خريل كيداى شى يوه خطرناكه مفكوره هم د ښځى او ميړه تر منځ پيدا كړي. هغه داچې يو د بل په مقابل كې بي اعتماده كيږى او يا خو يې د فكر ذهن ته لوږى چى يود بل په وړاندى بې توپيره دي.
دغه فطر ی شیان چی صرف یادونه ئې وشوه انشاء الله پرهریوه باندی به په پوره تفصیل سره وتاسوګرانولوستونکوولاسونوته درورسیږی، اودادنړۍ هرکس، که نروی اوکه ښځه وی، که دهغه مزهبې وی اوکه غیرمذهبی وی دافطری شیان منلې دی، دواړواسلامی پوهانواوغیراسلام پوهانوپردې باندی په زرهاوولیکنې کړېدی، چی ډېرژربه ورڅخه برخمن شی۔

په اسلامی پاکه مینه