اسفنديار ولي خان : موږ د پاکستان د صدر احسان منو

د لراوبر اداره | اپریل 2nd, 2010


په خېبر پښتونخوا کښې به د ژبې او نسل په بنیاد د چا حق ته هم زیان نه رسی، اسفندیار ولی

اسلام آباد: د عوامی نېشنل پارټئ سر مشر ښاغلی اسفندیار ولی خان وئیلی دی چې کۀ دوئ د پښتونخوا په نامه باندې تکرار کړے وے نو ددې سره به ائینی اصلاحات په ښۀ توګه نه وے ترسره شوے او په دې لاره کښې د خنډ جوړیدلو ټول تور به ددوئ په سر تپلے شوے وے۔

اسفندیار ولی خان تېره ورځ په اسمبلئ کښې د خبریالانو سره خبرې کولې۔

ښاغلی اسفندیار ولی خان وئیل چې په خېبر پښتونخوا کښې به په ژبنی او نسلی بنیادونو د چا سره هم زیاتے نه کیږی او دا چې د اتلسم ترمیم نه وروستو به یو امر هم زړه اونکړلے شی چې په جمهوریت باندې بلوسه اوکړی۔

” مونږ د صوبې د نامې په بدلولو کښې د کمک د پاره د پاکستان د صدر ښاغلی اصف علی زرداری د زړه د تله احسان منو او ددوئ دا ښه به چرې هم هېر نه کړو”۔

” د څه څیز د ترلاسه کولو لپاره څه نا څه پرېښودل یا بائلل هم غواړې”، هم په دې اساس مونږ درے شپېته کاله وروستو مونږ ته په خپله ښاوره پېژندګلو ترلاسه شوله۔

اسفندیار ولی خان دا منی چې د پښتونخوا صوبې اسمبلئ د پښتونخوا په حق کښې قرارداد منظور کړے وۀ ولې ددې سره سره هغه وئیل چې که که دوئ په ائینی چارو کښې نور مزاحم کېدلے نو خبره نوره ورانېدله او ټول تور ددوئ په سر راتللو۔

“خېبر یو تاریخی نامه ده او زمونږ د پښتنو په تاریخ پرې ویاړ کوی”۔

Copyright Larawbar 2007-2024