ورک سوﺉ امریکایی پیلوټ مړ اعلان سو
فرانس پریس آژانس د امریکایی سمندري ځواک په حواله خبر ورکوی چی د هغی رادار لرونکی عصری طیارې پیلوټ چی الوتکه یې درې ورځی مخکی پر افغانستان د نامعلومو عملیاتو تر اجرأ کولو وروسته په عربی سمندرګي کی ( آیزنهاور ) بیړۍ ته روانه وه او په اوبو کی ولوېده ، نور مړ اعلان سو ځکه د هغه د لټون لپاره ۱۳۷۰۰ کیلو متره مربع اوبلنه ساحه وکتل سوه خو د هغه جسد یې پیدا نه کړ .
درې نور عمله په هماغه ورځ ژوندي پیدا سوي وو . سمندری ځواک دا یوه ستره ضایعه وبلله .
غزل »