کور / کیسه / داناروباغونه

داناروباغونه

انارزمونږ دسيمي ډيره ښه اومشهوره ميوه ده ټول خلک دانارو باغونه لري په څنګ کي ئي نوري وني دميوي هم لري هره کورني دميوي ټول رقمونه پخپل باغ کي لري هرڅوک خپله ميوه لري دبل ميوي ته احتياج نه وي نه څوک دميوي غلا کوي اونه څوک دميوي خيرات غواړي ٠
زمونږ دکلي دعبدالقدوس بابا باغونه ټول دسرک په غاړه دي ښي ميوي لري هر رنګه اودهرفصل ميوي لري ٠ دابيکاره ځوانان چي اوږدي اوږدي څڼي لري چرس وهي دپلا رموراونورومشرانو خبري هم نه مني دکورنفقه هم نده ور په غاړه داچي خپله ئي خوري پدي هم نه پوهيږي چي دکومي خوا راځي دشپي ترناوخته دسيند په غاړه ناست وي اوکله
کله داسي خلک وائي چي دا بيکاره هلکان دچرګانو غلاوي کوي چرګان پټوي مګردوي داتور نه مني دزيړزبيخلي مخونوڅخه ئي داسي معلوميږي چي ددوي ژوند برباد دي
دوي ختم دي هيڅ نه شي کولي مګر يواځي يوشي کوي چي دکلي بکاره تنکي ځوانان او واړه هلکان ددوي بانډارته ورځي اوهلته ددوي سره ناست وي هلته نصوار، سګرټ ،چرس اونوري ډيري خطرناکي بلاوي ا ستعما ليږي توري لوخړي اوبد بوي وي دوي هغه خپلي پخواني خبري يو دبل پسي تکراره وي مثلا وائي دود به دود کامه اوبهسود اوداسي نوري ٠ داتنکي او واړه هلکان په يو اوبل نوم تشويق کوي چي دوي سره نيشي وکړي هو خبره راڅخه اوږده نه شي٠
نوي بله اوازه ده چه دعبدالقدوس بابا انار دشپي غلا کيږي اوعبدالقدوس بابا خواره کي هره ورځ په مسجد کي دکلي خلکونه ګيله کوي اودخپلو انارو دغلا کيدو څخه سر ټکوي ٠ ټول خلک حيران دي چي دا غلا به څوک کوي؟
اخرئي ودود اکا چي په کلي کي تندرست صداقت کاره او ډير زحمت کښ سړي وه دباغ دساتلو په نوم مواظف کړواو تنخواه ئي ورته ومنله ٠
ودود اکا چي هر وخت به ئي پايڅي بډوهلي اونستوڼي به ئي پورته قات کړي وه اودکار دپاره به تياروه په زيږو ببرو بريتو نو باندي به ئي لاس راکشولو دباغ په ساتلو شروع وکړه اوپه مسجد کي ئي په لوړ اواز وويل چي دبل ځاي څخه داغله نه راځي داغله ددي کلي دي خبردي وي چي نور غلا ونکړي اوکه غلاته راغله زه ئي نيسم د ودود اکا پدي خبره ځني خلکو وخندل اوځنو وويل چي رښتيا وائي ٠
څو ورځي تيري شوي نه وي چي ودود اکا ماښام تياره څلور هغه اوږد څڼي چرسيان داناروپه باغ کي په غلا ونيول لاسونه ئي شاته پخپلو برګودستمالونوور تړلي وه اوغټ ډانګ ئي په لاس کي وه داوښانو په شان ئي يودبل پسي قطار را روان کړي وه ورته غوريده اوغړمبيده لکه زوړ زمري چي تښتيدلي راڅخه نه شي رائي وستل اود مسجد په برنډه کي ئي دپايوو پوري وتړل ٠ غله په رښتيا هم ټول ددي کلي دي ٠
يودحاجي بابا کشر ځوي دي بل دملک صاحب لمسي دي دريم دملا صاحب مشرځوي دي اوڅلورم دخان بابا نازولي ځوي دي ٠
دکلي خلک يودبل پسي دماخستن لمانځه ته راغلل ودودا کا هريوه ته جدا جدا په تفصيل سره دغلو دنيولو قصه په ډيره خوشحالي سره کوله چي کله کله به ئي دخپلو خبرو په منځ کي وخندل ٠
عبدالقدوس بابا دغلو په نيولو ډير خفه ښکاريده نه ئي غوښتل چي دودوداکا خبري واوري ودوداکا ته ئي وويل چي دهلکانو لاسونه خلاص کړه ودوداکا غله دپايونه خلاص کړه ٠ پدي وخت کي ناڅاپه عبدالقدوس بابادخپل لاس په لکړه په وود اکا دوهلو شروع وکړه او ورته سپکي سپوري ښکنځلي هم کوي٠
او ورته وائي که تا باغ ښه ساتلي وي داهلکان به ولي ورته راتلل ټوله ګناه ستا ده مخکي له دي چي دا هلکان باغ ته راننوزي تابه غږ پري کړي وه او ورته ويلي به دي وه چي هلکانو باغ ته مه راځي دوي به نه راتلل٠ کله چي دوي باغ ته راتلل ته حتما ويده وي ٠
پوهيږي چي د اولي ؟ عبدالقدوس بابا ودود اکا وهي٠
ددي دپاره چي حاجي بابا ، ملک صاحب،ملاصاحب اوخان بابا ورڅخه خفه نه شي٠ دودواکا سرئي په وهلو وهلو مات کړو اوسري ويني ئي په مخ راغلي هيڅوک ئي دخلاصولو جرات نلري ته به وائي چي لويه ګناه ئي کړيده٠
دمسجدپه کنج کي ناست مرجان چي دودودا کا په وهلو سخت خفه شوو ناڅاپه راجګ شواوچيغه ئي کړه چي مه ئي وهه ظالمه څه ګناه ئي کړيده رامنډه ئي کړه چي ودوداکا دوهلو څخه خلاص کړي ٠ پديوخت کي ملاصاحب په ژوولي اواز سره وويل دامنافق لمانځه ته نا وخته راځي مرجان ئي ښوده ملک صاحب امروکړو وئي وهي دخان بابا مشر ځوي رامنډه کړه او وئي ويل ماته ئي پريږدي٠ سمدلاسه دکلي بي غيرتو غوړه مالو زړو او ځوانانوهريو ه په نوبت سره په مرجان بيچاره غورځنګ کړواوهغه ئي ښه ډير دصاحبانو دخوشحالولودپاره ووهلو او وروسته ئي داواړه بيچاره ګان يعني ودوداکا اومرجان دغلو په ځاي دمسجد دپايو پوري وتړل ٠
دمرجان نيکه چي سبا خبرشوو ډير ئي زړه خفه شوو اوپه ريږديدلي اوازئي غږ وکړو هغه زما امسا راکړي امسائي ورته راوړه اوڅپلي ئي پښوکړي اوپه ساړه اوسلي ئي وويل خدايه دظالم دظلمه امان راکړي دکلي څلوريا پنځه سپين ږيري ئي راټول کړه دخان بابا کورته لاړل چي ملک صاحب هم دخان بابا په ديره کي ناست دي ٠
دمرجان نيکه سلام پري واچوه سلام ته ئي وعليکم السلام وويل مګر ستړي مه شي ئي ډيره بي خونده وه داسي نه وه لکه دپښتون کورته چي څوک راشي اوپښتون ورته په پراخه تنډه ستړي مه شي ووائي دچاي ډوډي او چلم دراوړلو کوشش وکړي ٠
دمرجان نيکه وويل ملک صاحب ښه ده چي ته هم دلته ئي مونږه راغلي يو چه ودود اومرجان راخوشي کړي نوربه داسي بي احترامي نکوي٠
ملک صاحب دسترګولاندي خان باباته وکتل اوخان بابا په ډير کبر اوغرور سره وويل چي نه داسپين سترګي بايد پوه شي اودوي ته بايد ښه جزا ورکړو نه ئي خوشي کوم ٠
دمرجان نيکه او نورو سپن ږيرو ډيري زاري وکړي مګر خان بابا ئي کله مني دمرجان نيکه ډير خفه شوو اوپه سترګو کي ئي دنا اميدي اوښکي راغلي خداي حاضر دي چي څورڼي اوښکي ئي په مخ راپريوتي خپله ځواني اوهغه تير وختونه ئي رايادشوه ٠ سترګي ئي پاکي کړي او وئي ويل مرجان غل نه دي پوډري چرسي او تارياکي نه دي خپل مکتب ته ځي اوخپل سبقونه وائي تاسو ولي دومره ظلم کوي ٠
ملک صاحب چي دکنترول څخه ووتو نوپه لوړ اواز اوقهر ئي وويل مکتب ته ځي چي دومره سپين سترګي ده که مکتب ئي نه وي ويلي نودمشرانو په کاربه ئي کار نلرلو٠
دمرجان نيکه هم غم نيولي وه اوپه بي صبري سره ئي وويل مکتب ئي ويلي دي چي دظالم اومظلوم فرق کوي دعدالت اوبي عدالتي فرق کوي دښواو بدو فرق کوي که نه هغه به هم اوس ستا په شان ظالم قاچاقبر اودسيسه ګروه ٠
خپله امسا ئي راواخيسته اوخپلو سين ږيروته ئي وويل راځي چي ځوو٠
که ودود اومرجان راخوشي نه شول زه به ئي دوي سره معلومه کړم ٠ يو ساعت نه وه تيرشوي چي صاحبان سره په خپلوکي غوږ په غوږ شوه او خپلي ټولي غلاوي، دسيسي،ظلم، اوجنايتونه چي کړي وه راپه زړه ئي کړه اوپه زړونوئي سوړبادراوالوت اوکړي اعمال ئي په يادشوه ودود اومرجان ئي دواړه راخوشي کړه که دمرجان نيکه همت نه وي کړي نوداخوارکي به ترکومه وخته تړلي وه ٠