کور / شعر / که ئي ويني

که ئي ويني

داميد غوټي مي ټولي غوړيدلي
اي دبرګلشن بلبلي که ئي ويني

څه ښايسته هوا ښايسته موسم دي
زمونږ دباغ بادام ګل کړي که ئي ويني

راځه چي دواړه په سيل دنوي کال ووځو
پاس په ډاګو کي غاټولوګلونه کړي که ئي ويني

په لوړ چنار کي ښارو ګانو بچي کړيدي
څومره ښايسته اوښکلي ښکاري که ئي ويني

دکوچيانو کډي دلغمان نه کابل ته ځي
په سروبي کي ئي کډي اړه ولي که ئي ويني

پخوا به څنګه ښه ديدن کيدلو
اوس ئي لوړي قلعه وي راتا وکړي که ئي ويني

هلکان لاړ دکلي نه مسافر شولو
دبيلتون دلاسه ئي زړونه چاودلي که ئي ويني

شونډي ئي وچي رنګ ئي زيړ زبيښلي
مسا فري ئي زړونه خوړلي که ئي ويني

ريباره ورشه راخبره ئي کړه
چي ميامحمدبشريارکلي ته راغلي که ئي ويني