کور / شعر / دګل څانګه

دګل څانګه

دغه څانګه ده دګلو ددې کلي ولسوته
په ټپو دلښکر سر د ه دملالې تاريخوته

ابداليان به پرې نازيږي دپښتون ولس جرګوته
دادکوم سولې اواز دادجنګ سره سنګرو ته

دا دکومې مورکۍ زړه ده دادکوم مورکۍ اواز ده
دا دکوم تاريخ کيسه ده دادکومې مينې راز ده

خدايه خدايه خاورې نکړی د ا زمونږ دغرونو زر ده
دا دګلو ډکه څانګه دا دسولې سر لښکر ده

دا خو وينه دغيرت ده دا زما دزړګي سره ده
ګلالی به تل پرې وياړي دا ګل څانګه دسره زر ده