کور / شعر / غزل

غزل

زه لیــــــونـــــــی تصـــــویــــر دیـــارغیـږکې ځای نه لرمه
دشپوتعبیریم دسهــــــــــارغیــــــــــږکــــــې ځای نه لرمه

دنازنــــین حســــــــن سنــــــــدرې مـــــاتــــه مــــه ګــډیږه
بې نومه راګ یم دستارغیــــــــږکـــــــــې ځــــــای نه لرمه

عمرونه شوي چې ددرد کــــــــــډه پــــــــه ســــرګـــــرځوم
لکه زګیروی دخپــــــــل پــــــرهـــارغیږکې ځای نه لرمه

جانانه خدایږو لکه اوښکه پــــــــه بڼــــــــودې مات کړم
لکه چې نورستادروخسارغیږکې ځــــــــــای نــــــه لرمه

ښه دی چې رنګ دځوانۍ تښتي زما له ستــــړي خیاله
نامراد اهاړیم دبــــــــهارغیــــــــــږکــــــــې ځـــای نه لرمه

دزړه غمی مې ستادسترګوزرګرداســـــــــــي مــــات کړ
چې نوردبل ښکلي دهارغیږکې ځــــــــــای نــــــــه لـــرمه

نن یې دبــــــــــــرې میــــــــــــکدې پــه دروازه لیـــــــکلې
غضري لاړم ستادښارغیږکې ځــــــــــــای نـــــــــه لــــرمه

ساجرسعودي عرب